افغانستان

جرمني له افغانستان سره ۶۰۰ ملیون یورو اضافي مرسته کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳ لړم، ۱۴۰۰ل): جرمني له افغانستان سره د بشردوستانو مرستو په لړ کې د ۶۰۰ ملیونه یورو اضافي مرستو اعلان کړی دی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت نن د پنجشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په ترڅ کې ویلي، چې افغانستان کې د اقتصادي وضعیت خرابېدو له امله غواړي له افغانانو سره خپلو مرستو کې زیاتوالی راولي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې دا مهال له نیمایي زیات افغانان د لوږې له ګواښ سره مخ دي او شاوخوا پنځه ملیونه په کور دننه بې ځایه شوي چې دا مهال مرستو ته اړتیا لري.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت دغه راز خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د وچکالۍ، وزګارتیا او وروستیو تحولاتو له امله د هېواد کمزوی اقتصاد د سقوط له ګواښ سره مخ دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې جرمني به د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ، د خوړو نړیوال پروګرام او نورو نورو خیریه بنسټونو له لا رې افغانانو سره مرستې وکړي. ددغو شپږ سوه ملیون یورو په مټ به نړیوال بشري سازمانونه په افغانستان کې له ملیونونو افغانانو سره کارنده چټکې مرستې وکولای شي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت یادونه کړې، چې ددوی شریکانو ډاډ ورکړی، چې دا مرستې به یوازې د بشري موخو لپاره کارول کیږی او طالبان به ورڅخه ګټه نه اخلي.

د جرمني، فرانسې او امریکا په ګډون یو شمېر هېوادونو تیره میاشت په افغانستان کې د بشري ناورین څخه د مخنیوي په خاطر له افغانستان سره د ۱۲۰۰ ملیون ډالرو مرستې اعلان کړی وو، چې په دې لړ کې د جرمني هېواد د درې سوه ملیونه ډالرو مرسته اعلان کړې وه؛ خو اوس دغه هېواد خپلو مرستو د زیاتولو اعلان کړی دی.

باید وویل شي چې له تیرو کابو دوه میاشتو راهیسې د امریکا او نړیوالې تولنې لخوا د افغانستان د شاوخوا لس ملیارده ډالرو شتمنۍ کنګل کړي، د کومې له امله افغان سوداګر او عام خلک سختو ستونزو سره مخ دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله مجید وردک

بِسْم الله الرحمن الرحيم نحمده و نستعينه و نصلي علي رسوله الكريم محمد صَل الله عليه وسلم ، وبعد : د افغانستان د امارت اسلامي محترمو معززو مسؤلينو ته اسلاموعليكم ورحمه الله و بركاته ! د گران او زخمي زخمي افغانستان له گتلو ستاسو موءمنو مجاهدينو په لاس د رب تعالي شكراني پر زاي كوم چي زمونگ د كلونو دعا يي مستجاب او شهداوو ته مو يي جنت فردوس ولوراوه ، تقبل هم الله ! لكه سنگه چي موءمن او بي وسه ملت مو تر شا ولار وو ، اوس هم ستاسي يوازي پري ايخودل د وطن په إعمار كي… نور لوستل »

عبدالله مجید وردک

جرمنی دی د تجاوز لمری بخنه وغواری بیا دی غرامت ته ملا وتری دا بهتره لار ده د دوستی !

عبدالله مجید وردک

یک بار با وارسای متجاوز آمدید بار دوم با ناتوی متجاوز ، جرمنی بدون عذر خواهی و جبران خسارات و جرایم جنگی اش ، بنام کمک شرم کند ، به پایین ترین مقام انسانیت خویش باید خجل باشد ، اگر میخواهد به ماقبل از تجاوزاتش برگردد !

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx