ورزش

د کرکټ بورډ اجرائیه رئیس د کرکټ نړیوالې شورا چارواکو سره مهمه ناسته کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳ لړم، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائیه رئیس نصیب خان ځدران د کرکټ نړیوالې شورا د لوړپوړو چارواکو سره مهمه ناسته ترسره کړې ده.

ښاغلي نصیب خان ځدران د کرکټ نړیوالې شورا د سرپرست اجرائیه رئیس جیوف الارډیس، د نړیوالې شورا د نړیوال کرکټ پراختیا مشر ویلیم ګلینرایټ او اړوندو چارواکو سره په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان کرکټ په برخلیک او راتلونکي ناسته ترسره کړې ده.

په دغه ناسته کې ښاغلي نصیب خان د افغانستان د کرکټ په وروستیو کې ترسره شوې کړنې، لاسته راوړنې او د راتلونکو پلانونو په اړه معلومات شریک کړل، او له آی سي سي څخه یې د افغانستان کرکټ د لا ودې او پرمختیا په موخه ځینې اړینې غوښتنې وکړې.

د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیه رئیس نصیب خان ځدران وایي، د کرکټ نړیوالې شورا سره یې ترسره شوې ناسته ګټوره وه، چې د یادې ادارې له لوري د لازمو مستقیمو او غیر مستقیمو همکاریو ژمنه وشوه، او ترڅنګ یې د آی سي سي له لوري د بلې ناستې بلنه هم ورکړل شوه.

نوموړي زیاته کړې چې د کرکټ نړیوالې شورا سره به د راتلونکي جمعې په ورځ بله ناسته ترسره کیږي.

باید وویل شي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته په نړیواله کچه داسې تاثر اخیستل کېده چې ګواکې اسلامي امارت په دغه هېواد کې د کرکټ بشپړ ملاتړی نه دی.

په نړیواله کچه داسې شک و شبهات رامنځته شوي وو چې د افغانستان کرکټ بورډ چارواکو او لوبغاړو ژوند په خطر کې دی، چې له امله یې د کرکټ نړیوالې شورا هم غبرګون ښودلی و.

خو د اسلامي امارت لوړپوړو چارواکو په لومړیو کې دا ادعا ناسمه ثابته کړه او د کرکټ بشپړ ملاتړ لپاره یې ټټر وواهه، دوی له نړیوالو هم غوښتي تر څو د سپورت په برخه کې افغانستان سره خپلې مرستې ونه سپموي.

د افغانستان کرکټ بورډ او د کرکټ نړیوالې شورا ترمنځ ناسته د افغان کرکټ لپاره خورا مهمه ده. نړیوالې شورا له نړیوال جام وړاندې ویلي وو چې د افغان کرکټ په اړه به له یاد جام وروسته پریکړه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله مجید وردک

د انگریز د مریو لوبه ، کرکت دی ، په دی لوبه وشرمیگی ، لکه نور آزاد ملتونه ، دا د سپیسلی او آزاد فکره افعان لوبه نده !

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x