ورزش

شل اوریز جام: سریلانکا بهر وه، ویسټ انډیز یې هم له ځان سره بهر کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳ لړم، ۱۴۰۰ل): د سریلانکا کرکټ لوبډلې په شل اوریز نړیوال جام کې سفر په داسې حال کې پای ته ورسېد چې خپله هم بهر شوه او ویسټ انډیز لوبډله یې هم له ځان سره بهر کړه.

د سریلانکا کرکټ لوبډلې د ویسټ انډيز پر وړاندې په زړه پورې کارکردګي ترسره کړه چې د تېر نړیوال جام ګټونکې لوبډلې ته یې د ۲۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه، او د هغوی د نړیوال جام هیلې یې له منځه ویوړې.

د ویسټ انډیز لوبډله په دې نیت میدان ته ښکته شوه چې سریلانکا ته به په ستر توپیر ماتې ورکوي، تر څو خپل دوهم پړاو ته د لار موندلو فرصت ژوندی وساتي، خو سریلانکا چې له وړاندې بهر شوې وه په غوره کارکردګۍ سفر پای ته ورساوه.

په یاده لوبه کې چې د عربي اماراتو په ابو ظبي لوبغالي کې ترسره شوه، سریلانکا لوبډلې د ۳ ویکټو په سوځېدو ویسټ انډيز ته د ۱۹۰ منډو هدف وټاکه.

د هدف په تعقیب کې ویسټ انډيز د کریس ګېل او یو شمېر نورو سترو لوبغاړو ویکټې پرلپسې له لاسه ورکړې. که څه هم په وروستیو کې شیمرن هیټمیر چټکې منډې جوړې کړې خو د بریا راوړلو لپاره کافي نه شوې. دوی د ۸ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۶۹ منډې وکړې.

د ویسټ انډيز لوبډله تر ډیره په پخوانیو لوبغاړو بنا ده، چې د کریس ګېل، کیرن پولارډ، ډیرن براوو او روي رامپال په ګډون یو شمېر لوبغاړي لري، په داسې حال کې چې د سریلانکا لوبډله کې تر ډیره ځوان لوبغاړي دي.

د ویسټ انډيز او سریلانکا سربېره، سکاټلینډ او نمیبیا هم د شل اوریز نړیوال جام څخه بهر شوي، په داسې حال کې چې هند او سویلي افریقا هم د وتلو په درشل کې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx