نړۍ

ناټو: په سر مشریزه ناسته کې د افغان استازي ګډون تر وخت مخکې خبره ده

نن ټکی آسیا(یکشنبه، زمری ۱۲مه، ۱۳۹۳): ټاکل شوې ده چې د افغانستان اړوند د ناټو وروستۍ سرمشریزه ناسته د راتلونکې لمریزې میاشتې په دیارلسمه یاهم د زېږيديز هغې په څلورمه د بریتانیا په ویلز ښارکې ترسره شي.

د ناټو سازمان وايي چې په دغه دوه ورځنۍ ناسته کې د افغانستان د استازي د ګډون خبره تر وخت مخکې خبره ده ، د دې سازمان په وینا تر اوسه لا وختي ده چې موږ پر دې وغږېږو چې په دغه ناسته کې به له افغانستانه څوک ګډون کوي.

وړاندې ویل شوي وو چې تر دې ناستې به نوی افغان ولسمشر ټاکل شوی وي او له امریکا سره به امنیتی تړون هم لاسلیک شوی وي، خو اوس لیدل کېږي چې تر اوسه پورې د دویم پړاو ټاګنو پایلې ناڅرګندې دي.

له بله پلوه له قانوني اړخه ولسمشر حامد کرزی په دغه ناسته کې د ګډون حق نه لري، ځکه چې د نوموړي د کار موده تمامه شوې ده، که څه هم د ناټو په تېرو ناستو کې پخپله ولسمشر حامد کرزي ګډون کړی و.

اوس د ډاکټر اشرف غني احمدزي په مشر د تحول او تداوم ډلې غړي وايي چې که چېرته تر ټاکلې نیټې پورې د ټاکنو پايلې معلومې نه شي، نو باید ولسمشر حامد کرزی په دغه ناسته کې ګډون وکړي.

مګر د ټاکنو بل لوري د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ډلې غړي بیا وايي چې تر دې نیټې پورې باید هرو مرو پایلې معلومې شي او له قانون سره سم باید نوی ولسمشر په دغه ناسته کې ګډون وکړي.

په کابل کې مېشت یو لویديځوال سیاستپوه رویټرز ته ويلي دي چې ښايي په دې ناسته کې دواړه نوماندان برخه واخلي. د ولسمشر ویاند ایمل فیضي بیا وايي چې تر دې ناستې لس ورځې مخکې به د ټاکنو پایلې معلومې شي او نوی ولسمشر به په دې ناسته کې ګډو کوي. په داسې حال کې چې نن بیا هم د ټاکنو کمیسیون له ټینګار سره سره د رایو بیا کتنه له څو ساعته وروسته په ټپه درېدلې ده.

تر دې وړاندې ولسمشر حامد کرزي د امنیتي تړون دلاسلیک په پلمه د مشورتې جرګې تر نامه لاندې راټول شویو خلکو ته په خبرو کې وویل چې ده ته امریکا ډاډ ورکړی چې ټاکنې به دویم پړاو ته ځی او دویم پړاو به يې شپږ میاشتې بې پایلې وي. د کرزي په خبره دوی دغه ټاکنې هم د ۲۰۰۹ز د ټاکنو په څېر شرموي.

ویل کېږي چې د ناټو په دې سرمشریزه ناسته کې به په افغانستان کې د ناټو د ماموریت اړوند وروستۍ پرېکړه وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x