
استرالیا او افغان کرکټ بورډونه په کرکټ سیالیو ترسره کېدو هوکړې ته رسیدلي
نن ټکی اسيا (جمعه، ۱۴ لړم، ۱۴۰۰ل): د استراليا کرکټ بورډ اعلان وکړ چې په نږدې راتلونکې کې د افغانستان لوبډلې سره د احتمالي لغوه کېدونکي يوازيني ټيسټ سربېره نورې سیالۍ هم کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ سره په ګډه پريکړه کې د استراليا کرکټ بورډ ويلي چې دوی په راتلونکي بيګ باش ليګ کې افغان لوبغاړو ته د ګډون اجازې سربېره ددوی له لورې احتمالي لغوه کېدونکې ټيسټ لوبه هم ترسره کوي.
د افغان کرکټ بورډ اجرائيه رئيس حې اوسمهال په عربي اماراتو کې دی د استراليا کرکټ بورډ سره د ترسره شويو پريکړو په اړه تليفوني خبرې کړې دي، دوی منلې چې د اوسمهال لپاره ټيسټ لوبه ځنډوي.
د استراليا کرکټ بورډ په خپره شوې خبرپاڼه کې زياته کړې چې دوی به د افغانستان پر وړاندې ټيسټ او نورو لوبو لپاره مهالويش وروسته اعلان کړي.
We've confirmed updates to the '21-22 schedule, including postponement of the scheduled men's Test against Afghanistan.
We look forward to hosting Afghanistan players in the BBL this season, as well as both Afghanistan teams in the future. Full update: https://t.co/EsGNREfGdc pic.twitter.com/vSOC6sAxn2
— Cricket Australia (@CricketAus) November 5, 2021
د افغان کرکټ بورډ اجرائيه رئيس نصيب خان تېره ورځ د کرکټ نړيوالې شورا د سرپرست اجرائيه رئيس او نورو چارواکو سره په ليدنه کې د ځينو ګټورو پريکړو په اړه خبرې کړې دي.
بايد وويل شي چې دوه مياشتې وړاندې د استراليا کرکټ بورډ نه يوازې د افغانستان سره د ټيسټ يوازينی سيالۍ چې په ۲۷ نومبر پېل کېده، د لغوه کېدو خبر ورکړ بلکې د افغان کرکټ بورډ په تړاو يې د سختو پريکړو ګواښ کړی و.