نظــر

د اسلامي امارت لپاره کورنی مشروعیت

احمدظاهر وحدت

اسلامي امارت دې له شرایطو سره سطحي چلند نۀ کوي، اوس دوی د یوۀ بشپړ مسؤل دولت پۀ څېر د ولسونو، ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو ته مسؤلیت او مکلفیت لري. متاسفانه پخوانیو مجاهدینو هم هغه مهال د مسؤلیتونو سره برسېرن او سطحي برخورد کاوه، پۀ پایله کې د طالبانو اسلامي تحریک را منځته شو!

پۀ اوس کې د ا.ا.ا پۀ ضد د نړۍ، سیمې، ګاونډیو او په کور دننه یو شمېر خرڅ شوي حلقات چې له جګړې تغذیه کیږي، پۀ کمین کې ناست دي، غواړي ارام ارام وضعیت متشنج او نړیوالو ته خیرن معرفي کړي، ضمناً خپلو نیابتي استخباراتي جواسیسو ته د یوۀ ناروا فعالیت زمینه برابره کړي، دوی شپه او ورځ په بشپړ قوت لګیا دي داعش ته رسنیز فعالیت کوي تر څو یې د یوۀ بدیل جګړه مار ځواک په حیث را مخکې کړي، لهذا د ا.ا.ا مسؤلین دې کاملاً محتاط او له سترې ځیرکۍ کار واخلي، تر څو خدای مه کړه مزید ترې وضعیت خراب نۀ شي، دښمنان نه غواړي چې پدې سیمه کې یؤ خپلواک، اسلامي او غښتلی مسؤل نظام تجربه او وویني.

طالبان دې پۀ لاندې برخو کې جدي کار وکړي!

۱- د سیاسي او ګوندي انحصار د له منځه وړلو پۀ برخه کې.

۲- انجونو او میرمنو ته د شرعې سره سم د ښوونیز بهیر او کار په برخه کې.

۳- د خوراکي اجناسو د نرخو د مهارولو پۀ برخه کې.

۴- د ګمرکاتو د لوړو مالیاتو پۀ برخه کې.

۵- د ملي امنیتي ارګانونو د بیا احیا، تفکیک او امنیت په برخه کې.

۶- د نړیوالې ټولنې سره د یو شانوالي د سیاست د لرلو په برخه کې.

۷- ځوانانو ته د کار او سالمې بوختیا پۀ برخه کې.

۸- د اسلامي او ملي ارزښتونو سره سم د بیان د ازادۍ په برخه کې.

وما علینا اللبلاغ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

د وحدت صاحب مشوره له اخلاص او واقیعتونو سره تړلې هغه نظر دی چې په عمل کولو سره به یې امارت اسلامي په کور دننه او بهر د پام وړ حکومتولئ ته ورسوي .

Karwan

ښاغلي وحدت صاخب،
ډيره ښه مشوره مو ورته کړي او ډير و ښو ټکيوه ته مو اشاره کړي. کور مو ودان.
ډيره مننه او په ډير درنښت. کاروان

ُطاهر

ډیرمعقول وړاندیزونه. خدای د وکړی چی اسلامی امارت عمل پری وکړی. او همدارنګه یو بل مشکل دی هم رفع کړی- هغه دا چی دوی له یوی خوا د نجونو ښوونځی تړلی او ښځی یی د دولتی کار څخه بندی کړی مګر له بلی خوا د حجاب د مراعات لپاره هیڅ لایحه یا توصیه نه لری او ښخی په خصوصی تلویزیونو کی بی حجابه کار کوی. دا خو ډیر اسانه دی چی فقط ورته ووایی چی ښځی د خپل ویښته او بدن بی له مخ او لاس او پښو (تربند او ښنګری پوری) پټ کړی او داسی لباس د واغوندی چی… نور لوستل »

طوطی

ښه پیشنهادونه: د خلکو زړونه په خپلواکی او استقلالیت سره په لاس راځی. کله هم وینو چی طالب په خپل لاس پر ځان د غلامی ټاپه لګوی مثلا: زمونږه میوی خوسا شوی، مریضان مو پر لاره مړه شول خو پنجابیان بدون له کوم سند څخه، بدون لکه کوی معاهدی څخه خپل مالونه ازبکستان ته انتقالوی. آینده ریل ګاډی به تر پیښور پوری ځی ولی افغانستان صرف د تور پنجابی د تلو راتلو لار ده او بس؟ زمونږ صادرات هم باید تر کراچی نبدر واګه پوری ولاړشی، آینده ریل ګاډی دی افغان صادرات تر کراچی وسوی. طالب ته لازمه چی د… نور لوستل »

ګل احمد

ویل کیږي چي کله موږکان سره جرګه سول چي د پیشو غم باید وخوړل سي نو هغه موږک هم شاید وحدت تخلص کاوه چي دا عالي نظر یې ورکړ چي د پیشو په غاړه باید ځنګوله وتړل سي. څو هر چیري چي ځي ځنګوله به وهل کیږي او موږکان به پر وخت بیداره کیږي چي هغه ده پیشو خاله راغله، تښتئ. یوه عقلدانه ډیر معقول نظر ورکړی دی چي کله څوک وږی سي باید فوراً ځان موړ کړي او نورو عقلدانو یې بیا صفت کړی دی. ډیر عالي!

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx