افغانستان

قطر: نړیوال باید د افغانستان د منزوي کولو پرځای هلته بشري مرستو کې برخه واخلي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۴ لړم، ۱۴۰۰ل): قطر له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې د افغانستان د منزوي کولو پرځای باید هلته د بشري مرستو لیږلو کې برخه واخلي.

دا څرګندونې تیره ورځ د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د سلوانیا د بهرنیو چارو وزیر «انزي لوګر» سره ددغه هېواد پلازمینه «لیوبلیانا» کې کړي او نړیواله ټولنه یې هڅولې چې له مختلفو افغان جهتونو سره د راکړې ورکړې له لارې افغانستان له بشري ناورین څخه وژغوري.

د قطر د دولتي خبري آژانس د راپور له مخې «آل ثاني» دغه راز له افغان حکومت څخه غوښتنه کړې چې د خلکو حقونو ته درناوی وکړي او په سیاسي پروسه کې ټولو ته برخه ورکړي. هغه ویلي اوس ددې اړتیا موجوده ده ترڅو نړیوال په افغانستان کې د ترهګرۍ سره د مبارزې په هکله ډاډ ترلاسه کړي.

آل ثاني په ټینګار سره ویلي، چې هېواد یې هڅه کوي چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې خپلو مسئولیتونو ته متوجه کړي او د افغانستان د اقتصادي سقوط مخنیوی وکړي.

قطر په داسې مهال له نړیوالې ټولنې څخه افغانستان ته د بشري مرستو د لیږلو په خاطر د همغږۍ غوښتنه کوي، چې په افغانستان کې له نیمایي زیات خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او د ساړه ژمي په راتګ سره د خلکو اړتیاوې او ستونزې نورې هم زیاتیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د افغانستان سپیڅلو مجاهدینو د نظم نوین جهان د نالیدلی نړیوال حکومت له تشکل او په ټولی نړۍ باندی له حاکمیت او تسلط څخه پرده ایسته کړه . ښه مثال یی همدا د قطر هیواد دی چه د اسلامی امارت لمړۍ دوره کی یی هم اسلامی امارت په رسمیت پیژندلی او له هغه وروسته هلته هم د طالب مشرانو او هم د امریکا نفوذ شتون درلود د قطر مشرانو په ډیره زیرکتیا د دواړو مشرانو ترمنځ بیلانس یا تعادل ساتلو، تر دی چه د دوهم ځل د اسلامی امارت د رسمیت پیزندی ضرورت هله پیښ شو چه امریکا یی به… نور لوستل »

غمی،پښتین

الحاج استاد بیانزی ته.
قطر او نورو اسلامی ملکونه پریږده ،اول باید مونګ او تاسو ځانونه اصلاح کړو،هغه دا چه تا ولی انګریز لندن ته پناه وروړی؟انګریز په رښتیا د اسلام دښمن دی ،تا د دین دښمن ته پناه وروړی، مسلمان وایی چه ای الله زه تاته پناه دروړم،له رټلی شیطان څخه،
خو تا انګریز ته پناه وروړه، ایا مسلمان ملکونه نه وه چه ته لندن ته تیښتیدلی؟نو دا ولی؟

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx