
د انتقام بل ډول
حفيظ الدين پيرزاده
امریکا د ویتنام په جگړہ (۱۹۵۵ م – ۱۹۷۵ م ) کې داسې ذلیل شکست وخوړ، داسې بې پته او بې عزته شوہ چې امریکایي ولس ورسرہ په ذھني کوفت او نفسیاتي کمترۍ اخته شو!
ددې شکست انتقام امریکا پر بل ډول واخیست!
د جگړې مخه ھالي ووډ ته شوہ، امریکایي فلمي ستوري، ریمبو ( سلویستر ستایلون )، ارنلډ، چک نورس او نورو د ویتنام پر جگړې فلمونه جوړول پیل کړل.
بیا به د ھر فلم کیسه داسې وہ چې ویتنامي عسکرو به پر خپلو خلکو ظلمونه کول، دغه مھال به ناببرہ امریکایي فلمي ستوري له ماشینگڼې سرہ راورسید، په ھر ډز به یې پنځه شپږ ویتنامي عسکر وژل، د ویتنام مظومو خلکو ته به یې نجات ورکاوہ او بیرته به امریکا ته ستنیدہ!
امریکا وکولای شول، د خپل شکست خوړلي ولس غم او غصه په دا شان سړہ کړي او د جذباتي ډائیلاگونو پر ویلو خپل د کمترۍ احساس تر یوہ حدہ تسکین کړي!
په ۱۹۶۷ م کې د عرب – اسرائیل شپږ ورځنۍ جگړہ ونښته!
د مصر فوځ او عسکري قوت په سیمه کې ساری نه درلود.
د اردن، سوریې او عراق فوځونه ھم ورسرہ ملگري و.
د سینا دښته، د جولان څوکې او د سرې بحیرې غاړې له عربو سرہ وې خو چې جگړہ پیل شوہ، اسرائیلو عربان دومرہ وځغلول، داسې ذلیل شکست یې ورکړ چې د عربو ډیرې سیمې د یھودو تر ولکې لاندې راغلې!
د مصر د ھغه مھال ولسمشر جمال عبد الناصر خپلو فوځونو ته د سینا دښتې د پریښودو امر وکړ!
د دې جگړې په اړہ یوہ مصري لیکوال لیکلي و چې د قاھرې پر آسمان دومرہ اسرائیلي جنگي الوتکې راغلې وې چې د لمر وړانگې ترې ځمکې ته نه شوې راتلای!
عربو من حیث القوم د ذلت، رسوائۍ او اھانت داسې څپیړہ پر مخ خوړلې وہ چې پخپل قوم او ذات د فخر کولو جراثیم یې ټول له سر څخه وتلي و!
دغه مھال ستر عربي لیکوالان لکه : طه حسین، نجیب محفوظ، دکتور ابراھیم البحراوي او نور را میدان ته شول، په جگړې کې یې د شکست نور لاملونه را وسپړل، د مصر ولسمشر جمال الناصر خو د ماتې اصلي لامل د اسرائیلو ملگرتیا ته د امریکا میدان ته را کوزیدل یاد کړل، ځینې د عروبه جوھر پر ښکارہ کولو او د تیر برم پر کیسو اخته و، نور پر نورو ببو لالو مصروف و تر څو د خپل ولس فکري پرھر تداعي کړي!
د نړۍ پر مخ دوہ ھیوادونه د دین پر نوم تاسیس شوي چې یو یې ھم مذھبي نه دی؛ لومړی اسرائیل چې د یھودو دولت نه بلکې د اروپایي صھیونستانو ۱۹۱۴-۱۹۱۸ م ایجاد دی او دویم یې پاکستان چې دا ھیواد ھم د اسلام په نوم انگریز جوړ کړی.
د پاکستان ھیڅ مشر له جناح نیولې تر دې دمه د قرآن کریم د کوم وړوکي سورت پر ویلو نه دی قادر شوی. رحمان ملک، گیلاني او نور یې ژوندی بیلگې دي!
د ۷۳ اساسي قانون یې ھم ھماغه د لارډ میکالې دی، چې پاکستاني قانون پوھان یې کله کله د ترمیم تر نامه لاندې د اسلامي کولو ھڅې کوي خو نه بریالي کیږي؛ اوبه له سرچینې خړې دي!
آخر ځل یې په ۱۹۸۶ م کې شرعي احکام د نھم ترمیم تر نامه لاندې ور زیاتول غوښتل خو ټول پارلمان یې منحل شو!
په ھر حال، د پاکستان ولس په مجموع کې مسلمان او ښه خلک دي. داسې علمای کرام ھم پکې شته چې ساری یې ښایي په ټوله اسلامي نړۍ کې نه وي!
د تاریخ په اوږدو کې، په کراتو داسې پیښ شوي چې د پاکستان سیکولر دولتي مشرانو د اسلام د کوم صریح حُکم څخه مطلقه سرغړونه کړې، د پاکستان ولس، په ځانگړې ډول پښتانه یې په مقابل کې په جوش راغلي، حالت دې ته رسیدلی چې د مصنوعي دولت تھدابونه یې لړزولي، په ولس کې د عمومي قیام لپارہ حالات سازگار شوي خو دغه مھال مرحوم مولوي صیب بجلیگر و امثالھم یې را میدان ته شوي!
پاکستاني حاکمانو ته یې بد، رد، ستغې، سپورې کړي، بینظیر او بانظیر یې دواړہ سپک یاد کړي او د ولس د رنځ، درد، جوش او جذبې حرارت یې په دغه وسیله بیرته سوړ کړی!
ان پرون ھم د ھمدې بل ډول انتقام له حیلې کار واخستل شو.
پنجابي جنرالانو ته د ناټو سوټی په لاس ورغلو، ھغوی د خپلو دښمنانو ( پښتنو ) سر ته ونیوہ!
وزیرستان یې پر لوټې لوټې کړ! په سوات کې یې پوځي عملیات وکړل، پښتون یې من حیث القوم په پنجاب، کراچۍ، حیدر آباد، پنډۍ او نورو سیمو کې وځاپه!
که د ظلم په دې انتھا کې د ازادۍ یوہ رښتینې چیغه پورته شوې وہ نو ټولو پښتنو به ورته لبیک ویلی وای، د پښتنو او بلوڅو سیمې به د پنجاب د غلامۍ جغ ایسته غورځولی وای او پخپله خاورہ به د خپل اختیار خاوندان شوي وای. ټي ټي پي ( تحریک طالبان پاکستان ) کولای شو چې پښتانه په یوہ نظامي پلیټ فارم را یو ځای کړي خو له بدہ مرغه دلته بیا ھم له ھماغې زړې حیلې کار واخیستل شو.
د باچا خان د عدم تشدد د فلسفې نوی ورژن د منظور پښتین په شکل کې بازار ته متعارف شو چې وایي: د پنجابي آئین په دائرہ کې به د پښتنو حقوق غواړي او “ یہ جو دھشتگردی ھے، اس کی پیچھے وردی ھے”!!!
سیکولر داوړ یې ھم د پاکستان دولتي نخچه پر مخ وړي او علی وزیر یې د پښتو فلمونو د مرحوم بدر منیر زاړہ ډائیلاگونه د نوي سیاسي ریمیکس په توگه وړاندې کوي!
اوس په دې خبرہ د سیمې د ماشومانو سر ھم پورہ خلاص دی چې د دھشتگردۍ تر شا پوځ دی نو اعلان ته څه ضرورت؟!!
یو شاعر وایي:
تور پنجاب دې وژني، ته لار یون کوې
دا کار نو بیا چرته د پښتون کوې؟!
دا ځل ھم د تیر پڅیر د ولس احساسات د پاکستان دولت پر ھماغې زړې حیلې بیرته کنترول کړل.
د پښتنو کورونه، بازارونه او کاروبارونه وران، جیلونه پر ډک، جبري مھاجرت ته اړ او په مقابل کې یې یو څو نوم ورکي پښتانه لکه پښتین، داوړ او نور د سیاسي حیثیت څښتنان شول!!
امریکا تر شل کلنې جگړې وروسته د نړۍ پر مخ د تر ټولو ضعیف او ناتوانه ولس په مقابل کې شکست وخوړ.
دا له توھین، تذلیل او تحقیر ډکه ماتې د ویتنام تر ھغې ھم ډیرہ درندہ وہ.
اوس د امریکا ولس په ژور خفگان او دولت یې د خپلو زخمونو پر څټلو بوخت دی.
ښایي کال پس، د امریکا دولت، رسنۍ او د علم النفس پوھان د خپل ولس د حالت د تغیر لپارہ بیا ھماغې زړې حیلې او د انتقام ډول ته پناہ یوسي!
بیا به ھالیوډ، او د غرب پاته رسنیز ماشین ته کار سپارل کیږي چې د ولس د انتقام جذبه سړہ کړي!
بیا به د امریکا نوي فلمي اکټران میدان ته کوږیږي!
بیا به د سینما، تلویزون، او نورو تصویري رسنیو پر پردو وینو چې امریکایي فلمي اتلان د ویتنامیانو پر ځای د وسلوالو طالبانو پر لیکو گوزارونه کوي او له ھر ډز سرہ په لسگونو طالبان مړہ کوي!
ھمدا د امریکا بل ډول انتقام دی!!!
حفیظ الدین پیرزادہ
لندن
هروخت چه اروپایان دعثمانی خلافی دعدالت اوانسانی برابرۍ له پرمخ تګه تنګ سول اوددنیاټولوانسانانوداسلام ومساوات ته مخه کړه نودانګریزانواوفرانسی شیطانوعالمانوداسلام دپرمختګ دمخنوی دپاره داسی چالونه وسنجو ل چه دقرآنکریم دمخنیوی دپاره یی دحدیثوپرنامه کتابونه چاپ کړل چه په تمامه معنی دقرآنکریم ضد وواوخپل شیطانان یی دتبلیغی جماعت په نامه د عملی کولودپاره واستول اوبیعلموناپوهان ته یی وویل چه قرآنکریم ګران دۍ په احادیثوتفسریږی اوالله په قرآنکریم کی فرمایی:ماستاسودپاره داقرآن ډیرآسانه کۍ آیاسته څوک نصیحت قبلوونکۍ،اوپه بل آیات کی فرمایی نصیحت وکۍ په قرآن سره وهغه چاته چه زماله وعدی بیریږی،احادیث تنها طریقه دعبادت ده لکه ۲:آمنت بالله وی،۶:کلیمی اونوری طریقی… نور لوستل »
اڅکزي، ته هم لکه چرسي دوه مخي انسان ئي، کله دقران او حديث نه خبري کوي او کله بيا په طالبانو پسي سپکي سپوري وائي! ليکني دي شته! زما هغه خلک هيڅ نه خوشيږي، چه دمسلمانانو پسي بد وايي او بد ذهنيت لري .يو ځو موده دي سمي ليکني کولي اما بيا د ۱۸۰ درجي منفي تغير وکړ! زازق خان لغړي خو مردار شوه، اما اوس فکر کوم، چه تادين خان لغړي دالر درکړي، چه کله کله ناوړه تبليغات کوي! کاروان نوټ: زما دليکنو مسوليت زه لرم، نو ځکه هيله کوم، چه نن ټکي اسيا زما ليکني هميشه نشر کړي.… نور لوستل »
ما خو د عبدالواحد اڅکزی په نامه د قران کوم تفسیر ندی لیدلی. ستاسی چه په قران پوه یاست خامخا به مو تفسیر کړی هم وی ستاسی یی راوستوی ستاسی ته به صدقه جاریه شی. مننه
پیرزاده صیب محترم په علم او ګوتومو برکت دا څومره ښکلی لیکنه مو کړی او وضعیت مو څومره ښکلی واضح کړی دی . تل ستاسی ښکلی لیکنی لولوو . انشاءالله همداسی دی نورو ښکلو لیکښونه په هیله .
درنښت.
افرين رور جانه پہ ګوتو دے برکت شہ ډیر خہ دے لیکلی دی اما یوے خبرے نہ یا خو ناخبرہ ئے یا دے ھیرہ کړے دہ ۔۔ د پاکستان او صیھونستان د جوړیدوں نہ ډیر مخکے انگریزانو مونږ تہ زمونږ گران ھیواد افغانستان جوړکرے وو دا زمونږ موجودہ جغرافیائی افغانستان د انګریزانو پہ لاس جوړ دے او مونږ افغانان پرے د انګریز نہ ډیر خوشحال یو او د انګریز شکریہ ادا کوو کور دے ودان وی چہ انګریز راتہ دا خدمت اوکو خو افسوس دادے چہ دا ھیواد د اسلام او مسلمان پہ ادیرہ بدل شو او مونږ دومرہ مسلمانان… نور لوستل »