ټکنالوژي

واټس اپ د څو میاشتو زړو پيغامونو د حذفولو پر اسانتیا کار کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۴ لړم، ۱۴۰۰ل): د ټولنیزو رسنیو پيغام رسونکی مشهور اپلیکیشن واټس اپ غواړي د پيغام بشپړ حذفولو ځانګړتیا موده زیاته کړي.

د پيغام حذفولو (Delete for everyone) ځانګړتیا اوسمهال په بېټا واټس اپ بڼه کې شونې ده او کار پرې روان دی چې عمومي واټس اپونه هم ترې برخمن شي.

په واټس اپ کې د لیږل شوي پيغام حذفولو دوه اختیاره دي، یو چې لیږل شوی پيغام یوازې ځانته حذف کړئ، دوهم چې استول شوی پيغام ځانته هم حذف کړئ او چې چاته مو استولی د هغه له کړکۍ څخه یې هم حذف کړئ.

په دوهم اختیار کې چې تاسې چاته پیغام استولی د هغه د کړکۍ څخه حذف کړئ، اوسمهال واټس اپ د یوه ساعت موده ورکوي، خو اوس دوی ددغې کمزورتیا لرې کولو پریکړه کړې ده.

د واټس اپ تازه خبرونو نشرونکې ویبپاڼه WeBetaInfo وایي چې د پيغام حذفولو یا Delete for everyone ځانګړتیا د وخت زیاتولو پریکړه شوې ده. په راپور کې ویل شوي چې واټس اپ غواړي دغه موده وغځوي.

دا په دې معنا چې تاسې به وکولی شئ د څو میاشتو راهیسې لیږل شوی پيغام چې چاته مو لیږلی وي د هغه د واټس اپ کړکۍ څخه څو میاشتې وروسته هم حذف کړئ.

یادې ویبپاڼې د واټس اپ کړکۍ یو داسې سکرین شاټ هم خپور کړی چېرته چې درې میاشتې وړاندې لیږل شوی پيغام بشپړ حذف شوی ښودل کیږي.

باید وویل شي چې واټس اپ دغه ځانګړتیا په لومړي ځل په ۲۰۱۷م کې وړاندې کړه، هغه مهال د پیغام حذفولو موده ۷ دقیقې وه، وروسته په ۲۰۱۸م کال کې دغه موده ۱ ساعت ۸ دقیقې او ۱۶ ثانیو ته وغځېدله.

خو له دې وروسته به وکولی شئ څو میاشتې زوړ پيغام هم ځانته او هم چاته مو چې استولی د هغه له وټساپ نه پاک یا حذف کړئ، خو واټس اپ په رسمي توګه نه ده څرګنده کړې چې دغه ځانګړتیا به کله وړاندې کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x