نړۍ

قاهره: مظاهره کونکو داسرایلوسفارت ترسخت برید لاندی راوستي

110910063617__protester_picks_up_a_stone_to_throw_at_an_egyptian_army_vehicle__304x171_reuters(نن ټکی اسیا سپټمبر ۲۰۱۱/۱۰) له قاهری څخه دبی بی سی نړیوالي خبري رسني خبریال عطیه نبیل خبرورکړی دي چی تیرماښام په زرګونو مظاهره کونکو په قاهره کی داسراییلو هیواد سفارت تربرید لاندی راوستي دیوالونه یی ورته چپه کړه موټروته یی اور ورته کړاوپه سفارت کی موجود دسفارت مربوط ټول لوازم یی سره تیت اوپرت کړل، دسفارت کارکونکي له دی څخه مخکي چي سفارت دلاریون کونکو تربرید لاندی راځي له وداني څخه وتلي وو.

یواځي څو تنه هغه کسان چي دسفارت امنیتی چاری یی په مخ بولی سفارت کی پاته وو چي دبرید پروخت یی دسفارت شاخواته دسیمټي لویو خښتوشاته ځانونه پټ کړی وو. چي وروسته دمصردامنیتي ځواکونو دکومانډویانوله لوري ورته نجات ورکړل شو.

له سیمی څخه عیني شاهدان خبرورکوی چي اوس په سلګونوتوپی اوټانکونه دنیل دسیند په غربی تړانګه کی په جیزه سیمه کی ځاي پرځای شوی دی، دسفارت مخکي دپولیسو اومظاهره کونکو ترمنځ نښتي هم رامنځ ته شوی دي چي له کبله یی دري تنه وژل شوی اوله زرو تنو څخه زیات ژوبل شوی دي، په قاهره کی دپولیسو یوه جګ پوړی قومندان له رسنیو سره په خبروکی وویل چي امنیتي ځواکونویی په سلګونومظاهره کونکي نیولي دي، اوډیری مظاهره کونکي دحکومت له لوري په رسمي بند باندی محکوم شوی دي چي نیولو کسانو کی داسي کسان هم شته چی دحکومت له لوري به ترلسو کلنوزیات وخت په بند باندی محکوم شي.

په قاهره کي دروغتونوله لخوا خبرورکول شوي چي له تیره ورځي څخه بیاتراوسه پوری وروغتونونو ته دری کسه مړی اوله زرو څخه زیات ژوبل کسان وروړل شوی دی، دقاهري دمرکزي روغتون ډاکټرانو خبري رسنیو ته ویلي چي څلورم کس هغه وخت مړ شو کله چي روغتون ته ژوبل وروړل شو اووروسته په روغتون کي ورباندی دزړه دوره راغله.

دمصرلومړي وزیر عصام شرف نن په قاهره کی دروانو ناکراره حالاتو په اړه اضطراري غونډه راوغوښته، اوهمدارنګه دمصردکورنیو چارو وزارت په هیواد کی ټولو اړونده پولیسو ته دتیارسي امرکړی دي اودپولیسو رخصتیاني یی لغوه کړي دی.

له بله لوري داسرايلو هیواد یوه بیانیه نشر کړی ده په هغه کی په قاهره کي پرخپل سفارت باندی دلاریون کونکو له لوری برید په کلکوټکو سره غندلي اودغه عمل یی دډیپلوماټیکی اصولوخلاف بللی، اسراییلی حکومت په خپل بیان کی وړاندی لیکلي دی چي دمصر اولس له لوري داسراېېلو په خلاف دارنګه کړني به دواړو هیوادونو اړیکي له زیان سره مخ کړی، اوهمدارنګه داسراییلو دبهرنیو چارو وزارت لخوا په صادرشوی بیان کی ویل شوی دی چي دهیواد سفیر یی دسفارت له کارکونکو سره یوځای وهیواد ته رارسیدلي دی، بیان کی راغلی دی چي یواځی شپږکسه کارکونکی چی دسفارت به امنیتي چاروکی دسفارت له چارواکو سره مرسته کوله دمظاهره کونکو له لوري یرغمال شوی ول چی وروسته دمصردخاصو ځواکونو دکوماندویانو له لوري ورته نجات ورکول شو.

له سیمی څخه عیني شاهدان وایی چي تراوسه پوري لا په سیمه کی داور لمبي پورته کیږي، مظاهره کونکو دسفارت ووداني ته اوهمدارنګه په وداني کي دننه ټولو نقلیه اوغیرنقلیه وسایطو ته اور اچولي دی، دسفارت له ودانی څخه یی داسراییلو بیرغ راغورځولی اوسوځلی دي، مظاهره کونکو شااوخوانورو سیمو کی هم موټرو او ودانیوته اور اچولي دی چی تراوسه پوري په سیمه کی توردودونه پورته کیږي.

دامریکي هیواد هم په مصر کی پرروانو حالاتو باندی سخته اندیښنه ښودلي ده  تیرماښام دامریکی اولسمشر اباما  داسراییلو ولومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته تلفون کړی وو، اوهمدارنګه یی دمصرپرهیواد باندی ږغ کړی دي ترڅو داسراییلو دسفارت اوکارکونکو په ساتلو کی لازم تدابیرونیسي، له بله لوری داسرايیلو ددفاع وزیر هم دامریکی ددفاعي چارو له وزیر سره ټلفوني تماس نیولی دی اوپه مصرکی یی دخپل سفارت اودسفارت دکارکونکوپه ساتلو کی ورڅخه مرسته غوښتي ده.

دمصراواسرايیلو ترمنځ اړیکی هغه وخت ترینګلي شوی کله چی تیره میاشت له مصرسره پرپوله باندی اسرايیلي عسکرو پنځه تنه مصري عسکر ووژل، مصردعربي نړی اولنی هیواد دی چي له اسرايیلو سره یی په کال ۱۹۷۹ کی امنیتي تړون لاسلیک کړ.

بخت الرحمن بخت …….. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x