افغانستان

اسلام اباد کې د افغانستان سفارت یو ځل بیا په فعالیت پيل کړی دی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۴ لړم، ۱۴۰۰ل): په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په دغه هیواد کې د بیا فعالیت د پیلولو خبر ورکړی دی.

افغان سفارت په یوې اعلامیه کې ویلي دي چې «په پاکستان کې میشت افغان کډوالو، سوداګرو، پاکستاني وګړو او ټولو هغو خارجي اتباعو ته چې غواړي د پاکستان له لاري افغانستان ته ولاړ شي؛ خبر ورکول کیږي چی په اسلام آباد کې د افغانستان لوی سفارت او پیښور، کراچۍ او کویټه کې جنرل قونسولګرۍ د پخوا په شان خپلو کارونو ته دوام ورکوی. تاسو کولای شئ، په اونۍ کې پنځه ورځي، ( له دوشنبې تر جمعې) د سهار له ۹ بجو نه د مازدیګر تر ۴ بجو پوري په پاکستان کې د افغانستان ذکر شویو نمایندګیو ته مراجعه وکړئ.»

د افغان حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت د بیا فعالېدو تایید کړی دی.

ښاغلي مجاهد ویلي دي چې د سفارتونو او قونسلګریو پخوانیو مامورینو د تېر په څېر په کار پیل کړی دی او په وینا يې چې د سفارتي کارونو بیا پيلیدل په دې معنا نه دي چې د دوی ديپلوماتان هلته تللي دي او رسما منل شوي دي.

څو ورځې وړاندې رسنیو راپورونه ورکړل چې افغان حکومت اسلام اباد سفارت او د کوټې، کراچۍ او پېښور قونسلګریو ته نوي ديپلوماتان لیږلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx