افغانستان

فاریاب کې له څلور سوه بې وزلو کورنیو سره مرسته وشوه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵ لړم، ۱۴۰۰ل): په فاریاب ولایت کې د یو شمېر ملي سوداګرو لخوا له ۴۰۰ بې وزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته شوې ده.

د با ختر خبري آژانس د راپور له مخې د «آرمان ګروپ» په نوم د سوداګریزو شرکتونو یوې ټولنې تیره ورځ د فاریاب ولایت د اندخوی په څلور ګونو(اندخوی، قرغان، قرمقول او خان چهارباغ) ولسوالیو کې په څلور سوو بې وزلو کورنیو خوراکي توکي ویشلي دي.

په خبر کې ویل شوي چې په دغو مرستو کې هرې یوې کورنۍ ته د اوړو یوه پنځوس کیلويي بوجۍ، ۱۰ کیلو وريژې، یو پنځه لیتره کوتی غوړي او یوه خلطه مکروني شامل دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې دا مهال په افغانستان کې له نیمایي زیات وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او خوراکي مرستو ته اړتیا لري، چې د ژمي د یخنۍ په زیاتېدو سره د دوی اړتیا او کړاوونه نور هم زیاتیږي او که پروخت ورته مرستې ونه رسیږي ښايي بشري ناورین رامنځته شي.

دا په داسې حال کې ده چې له تیرو درې میاشتو راهیسې د امریکا په مشرۍ نړیوالې ټولنې په بهرنیو بانکونو کې د افغانستان شاوخوا ۱۰ ملیارده ډالره شتمني کنګل کړې، د کومې له امله چې په هېواد کې اقتصادي وضعیت له ګڼو ستونزو سره مخ شوی او عام ولس یې سخت اغیزمن کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx