افغانستان

هلمند: موسی کلا کې درنه جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا(یکشنبه، زمری ۱۲مه، ۱۳۹۳:) د هلمند ولايت موسی کلا ولسوالۍ مرکز او شاوخو سيمو کې د طالبانو او ملي اردو تر منځ خونړۍ جګړه روانه ده.
راپورونه وايي، چې طالبانو بيګا شپه د ولسوالۍ مرکز اړوند حاجي رشيدخان باغ، توغي، کاني مانده او نورو سيمو کې د ملي اردو او اربکيانو پر پوستو ډله ييز بريدونه پيل کړي، چې تر اوسه يې نهه عسکر وژلي، ګڼ ژوبل دي او درې شوبلې هم د طالبانو په بريدونو کې له منځه تللي دي.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې وينا پاڼه کې د نوموړې جګړې مسؤوليت منلی او زياتوي، چې اوس هم درنه جګړه روانه ده.
د پېښې په اړه د کره معلوماتو لپاره نن ټکی اسيا سره اوسئ.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x