افغانستان

کورنیو چارو وزارت د څلور ښځېنه مدني فعالانو د مرموز قتل په تور دوه کسان نیولي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵ لړم، ۱۴۰۰ل): د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي چې امنیتي ځواکونو په مزارشریف کې د څلور ښځو د مرموز قتل په تور  دوه کسان  نیولي دي.

تېره ورځ رسنیو راپور ورکړ چې د مزارشریف د پنځمې امنیتي حوزې مربوط په خالد ښارګوټي کې څلور تنو ښځو جسدونه موندل شوي دي. د راپورونو له مخې په دغه څلورو جسدونو کې د فروزان صافي په نوم د یوې مدني فعالې جسد هم و.

د فروزان صافي مېړه محمدصابر باتور رسنیو ته ویلي دي چې مېرمن يې د درې نورو ښځېنه مدني فعالانو سره یوځای  د چهارشنبې په ورځ په مرموز شکل وژل شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت هم د دغې پېښې تایید کړی دی او ویلي دي چې د پېښې په تړاو یې دوه کسان نیولي دي او دوسیه یې محکمې ته راجع کړې ده.

د یاد وزارت ویاند قاري سعید خوستي د معلوماتو له مخې  یادو کسانو اعتراف کړی دی چې دغه ښځې دوی غوښتې وې.

د یادو  ښځېنه مدني فعالانو کورنۍ وايي چې دوی ته ځينو کسانو زنګ وهلی و او ځانونه یې د بشري حقونو د سازمان استازي معرفي کړي وو، خو کله چې دوی له کوره وتلي نو څو ساعته وروسته يې درک ورک شوی دی او وروسته دوی د مزارشریف په روغتون کې جسدونه موندلي.

د فروزان مېړه رسنیو ته ویلي چې مېرمنې ته یې دغه کسانو ویلي وو چې دوی د مدني فعالانو او د بشري حقونو د مدافعانو سره مرسته کوي او په مخفي ډول یې له افغانستان وباسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
AZIMI

ښه يي و ایستلی او ته میړه بيغرته پر کور ناست وی۔ فکر دی کاوه چه اوس به دي مدني فعاله د ويزی او ټکيټ سره کور ته راشی۔ او ته به ژر کور کي بکسونه ټول کړي۔ دغه دي ټاميان۔ خود کرده را نه درد است نه دوا۔

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx