ورزش

د ټول هندوستان سترګې د افغانستان او نیوزیلاند ترمنځ لوبې ته دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵ لړم، ۱۴۰۰ل): د کرکټ شل اوریز نړیوال جام سوپر ۱۲ پړاو لوبې وروستي خو دلچسپ پړاو ته رسېدلي چې د ځینو لوبډلو نیمه پایلوبې ته د رسېدلو برخلیک د نورو لوبډلو د سیالیو پر پریکړو منحصر دی.

په دې تړاو د افغانستان او نیوزیلاند ترمنځ سیالي د هندوستان لپاره، د انګلستان او سویلي افریقا ترمنځ سیالي د استرالیا او سویلي افریقا برخلیک ټاکلو لپاره مهمې دي.

هند لوبډلې د نړیوال جام په لومړیو کې له پاکستان او نیوزیلاند څخه په ستر توپیر ماتې ومنلې، چې له نړیوال جام څخه د وتلو په درشل کې شوه، خو افغانستان او سکاټلینډ ته په سترو ماتې ورکولو د یادې لوبډلې نیټ رن ریټ له افغانستان، پاکستان او نیوزیلاند څخه پورته شوی دی.

هند لوبډلې په خپلو څلورو لوبو کې دوه ګټلي او دوه بایللي او وروستۍ لوبه یې د نمیبیا سره ده، دغه راز د نیوزیلاند وروستۍ لوبه د افغانستان سره ده.

هند څرنګه کولی شي نیمه پایلوبې ته د افغانستان په مرسته ځان ورسوي؟

لومړی: افغانستان لوبډله باید خپل ټول استعداد په کار واچوي او سبا یکشنبه د نیوزیلاند پر وړاندې بریا خپله کړي، په دې سره به په ټورنمنټ کې د نیوزیلاند نمرې هم هند او افغانستان سره مساوي شي.

دوهم: هند باید په خپله وروستۍ لوبه کې نمیبیا لوبډلې ماتې ورکړي، تر څو یې نمرې له نیوزیلاند او افغانستان زیاتې شي، او په جدول کې له نیوزیلاند وړاندې دوهم مقام خپل کړي.

که افغانستان د نیوزیلاند پر وړاندې ماتې خپله کړه، هند په اتوماتیک ډول له نړیوال جام څخه بهر او نیوزیلاند نیمه پایلوبې ته لار مومي، تر څو پاکستان سره یوځای شي.

افغانستان لوبډلې پسې د هند د یو ملیارد زیاتو مینوالو دعا ده چې د نیوزیلاند پر وړاندې د یکشنبې په ورځ بریا خپله کړه، تر څو د نیمه پایلوبې بایللې هېلې یې لا پسې خاورې نشي.

دوی د افغانستان د بریا سربېره پر نمیبیا هم تمرکز وکړي تر څو هغوی ته په ماتې ورکولو یې نیټ رن ریټ له افغانستان څخه پورته شي. که چیرې په کم توپیر نمیبیا ته ماتې ورکړي، افغانستان نیمه پایلوبې ته د لار موندلو فرصت لري.

بیا هم، افغانستان که غواړي په خپل تاریخ کې په لومړي ځل د کرکټ نړیوالې شورا نیمه پایلوبې ته لار ومومي، باید نیوزیلاند ته په ستر توپیر ماتې ورکړي او بیا د هند او نمیبیا لوبډلې ته په تمه شي چې نمیبیا لوبډله هند مات کړي.

استرالیا او سویلي افریقا څخه یوه لوبډله څرنګه کولی شي نیمه پایلوبې ته لار ومومي؟

بل لوري ته په ګروپ ای کې انګلستان لوبډلې نیمه پایلوبې ته لار موندلې ده، خو د استرالیا او سویلي افریقا ترمنځ جنګ زور اخیستی دی، چې سویلي افریقا باید انګلستان ته او استرالیا ویسټ انډیز ته ماتې ورکړي.

انګلستان چې نیمه پایلوبې ته یې لار موندلې کولی شي د سویلي افریقا سره مرسته وکړي او پر وړاندې یې ماتې ومني، دغه راز ویسټ انډيز هسې هم له نړیوال جام بهر شوی، کولی شي استرالیا ته ماتې ومني او استرالیا مخکې کړي.

که چیرې د سویلي افریقا او استرالیا ترمنځ یوه لوبه ماتې خپله کړي او دوهمه بریا، ګټونکې لوبډله نیمه پایلوبې ته لار مومي، که چیرې دواړه بریاوې یا دواړه ماتې خپلې کړي، هغه لوبډله به مخکې ځي چې د نیټ رن ریټ یې غوره وي.

د کرکټ نړیوالې شورا جدول ته په کتلو استرالیا په +۱.۰۳۱ نیټ رن ریټ لري، او سویلي افریقا +صفر.۷۴۲ نیټ رن لري. د دواړو لوبډلو په عادي بریا او ماتې استرالیا په غوره نیټ رن ریټ سره نیمه پایلوبې ته لار موندلی شي.

انګلستان چې تر دې دمه یې په څلورو لوبو کې بریاوې خپلې کړي، هغه مهال د نیمه پایلوبې له ستونزو سره مخ کېدی شي چې سویلي افریقا په معجزیي توګه په ستر توپير ماتې ورکړي او له انګلستان څخه چې نیټ رن ریټ یې .. دی، خپل نیټ رن ریټ زیات کړي، چې تر ډیره یوه ناشونې بریښي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx