ورزش

سرچينې: ميرويس اشرف د کرکټ بورډ نوی رئيس وټاکل شو

نن ټکی اسيا (شنبه، ۱۵ لړم، ۱۴۰۰ل): يو شمېر سرچينې وايي چې د افغانستان کرکټ پخوانی لوبغاړی ميرويس اشرف د کرکټ بورډ نوی رئيس ټاکل شوی دی.

نن ټکی اسيا ته د کرکټ بورډ نږدې سرچينو ويلي چې عزيز الله فضلي له دندې ګوښه او پرځای يې ميرويس اشرف د نوي رئيس په توګه ټاکل شوی دی.

سرچينې زياتوي، په راتلونکي نږدې کې به د کرکټ بورډ له لوري په دې تړاو رسما اعلان وشي او ميرويس اشرف به معرفي شي.

تر دې دمه د عزيز الله فضلي د ګوښه کېدو لامل نه دی په ډاګه شوی.

ميرويس اشرف چې شاوخوا لس کاله د افغانستان کرکټ په ملي لوبډله کې ولوبېده، اوسمهال د غوراوي کميټې د رئيس په توګه دنده ترسره کوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx