نړۍ

  شپيته زره کسانو د فلسطينيانو په ملاتړ سپينه ماڼۍ محاصره کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمری ۱۲مه، ۱۳۹۳:) امريکايي رسنۍ وايي، چې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه زرګونو مظاهره چيانو د اسراييلي بريدونو پر ضد او له فلسطينيانو سره د ملاتړ په موخه سپينه ماڼۍ محاصره کړې او له چارواکو غواړي، چې پر غزه د اسراييلو بريدونه بايد پای ته ورسوي.

واشنګټن پوسټ ويبپاڼې ليکلي، چې شپيته زره لاريون کوونکو د پلازمينې واشنګټن په لارو او کوڅو کې د اسراييلو پر ضد نارې وهلې او د فلسطينيانو په ملاتړ يې شعارونه ورکول او وروسته د سپينې ماڼۍ مخې ته ولاړل او سپينې ماڼۍ ته تلونکې ټولې لارې يې تړلي دي.

لاريون کوونکو د فلسطين جنډې او د وژل شويو او ټپي فلسطينيانو انځورونه په لاسونو کې نیولي او شعارونه ورکوي چې «د ښځو او ماشومانو وژنه جنګي جرمونه دي، او فلسطين پريږدئ چې ازاد ژوند وکړي».

لاريون کوونکي وايي، چې د سپينې ماڼۍ مشر اوسيدونکی (اوباما) د فلسطينيانو په ټولوژنه کې د اسراييلو ملګری او د دوی په څېر شريک دی.

د فلسطين د ملي شورا يو غړي دکتور غسان برکات د مظاهرې ګډونوالو ته په خپله وينا کې د فلسطيني مقاومت ستاينه وکړه او اسراييل يې جنګي مجرمان او د بشريت دښمنان وبلل.

نوموړې مظاهره د څلويښتو بېلابېلو ګوندونو او ټولنو لخوا جوړه شوې او د شیکاګو او نيويارک په ګډون د امريکا له لرې پرتو ايالتونو څخه پکې خلک ګډون لري.

اته دېرش کلنه مونيا چې له خپلو څلورو کوچنيانو سره یې په مظاهره کې ګډون کړی وايي، چې کله دوی د ټلويزون پر پرده د غزې د کوچنيو ماشومانو او ښځو زړه چاودونکې کريکې اوري، نو دوی هم ورته په چيغو چيغو ژاړي.

د بريان جاکوب په نوم يو بل ويناوال وويل، چې اوباما هم اسراييلو سره د جنګي جرمونو شريک دی او بايد نيتنياهو سره يو ځای محکمې ته کش شي.

شقديح چې د مظاهرې یو بل ګډون کوونکی دی په خپلې وینا کې وويل، چې اوباما هم جنګي مجرم دی او بايد د نوبل جايزه ترې بېرته واخيستل شي.
مظاهره چيان ټینګار کوي چې دوی به د اسراييلو پر ضد او د فلسطينيانو په ملاتړ خپلو لاريونونو او مظاهرو ته تر هغه دوام ورکوي، تر څو اسراييل د غزې پر بې دفاع ولس خپلو ترهګريزو بريدونو ته د پای ټکی کيږدي او اسراييلي چارواکي د بشري جرمونو محکمې ته وړاندې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x