افغانستان

رئیس الوزرا مرستیال د اغاخان شبکې څخه غوښتي چې په افغانستان کې مجهز روغتون جوړ کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵ لړم، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د رياسة الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي د اغاخان له ځانګړي استازي علي اکبر پسناني سره په کتلي او ترې غوښتي يې دي چې په افغانستان کې یو معیاري او مجهز روغتون جوړ کړي.

د رياست الوزرا مرستیال د اغاخان شبکې څخه د مجهز روغتون د جوړیدو غوښتنه په داسې حال کې کوي چې هره ورځ سلګونه کسان پاکستان ته د تداوۍ لپاره ځي.

د افغان حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دي چې په دغه کتنه کې د ریاسة الوزرا مرستیال د اغاخان ځانګړي استازي ته وویل چې دغه شبکه کولای شي چې په افغانستان کې په مختلفو برخو کې پانګونه وکړي.

نوموړي یادې شبکې ته ډاډ ورکړ چې  دوی به یې د فعالیتونو لپاره لازم شرایط او اسانتیاوې برابرې کړي.

په دغه کتنه کې د اغا خان ځانګړي استازي علي اکبر پسناتي وویل چې د دوی انکشافي شبکې دفترونه په ټولنیزو، فرهنګي او اقتصادي برخو کې فعالیت کوي او په افغانستان کې له ۱۴۰ زیات تاریخي ابدات یې رغولي دي.

ښاغلي پسناتي زیاته کړه چې د دوی موخه د بشري ظرفیتونو لوړول او د نجونو زده کړو ته پاملرنه ده.

د نجونو د زده کړو په اړه د رئیس الوزرا مرستیال وویل چې زده کړه د ټولو لپاره اړینه ده او د نجونو د زده کړو لپاره پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونه پر یو میکانیزم کار کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

پر ځای غوښتنه ده خو تر هغو چی کار اهل کار ته نوی سپارل شوی همداسی به هر کفر او کافر ته د ګدایی لاسونه نیسو.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx