افغانستان

چین افغان سوداګرو ته د ویزو برخه کې اسانتیاوې برابروي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵ لړم، ۱۴۰۰ل): د چین ولسي جمهوریت افغان سوداګرو ته ددغه هېواد د ویزو په برخه کې آسانتیاوې برابروي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یو لړ ټویټونو کې ویلي، چې نن ماښام د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کې د چین ولسي جمهوریت وانګ یو سره لیدنه کې په ګډو سوداګریزو اړیکو او یاد هېواد ته د افغانستان د جغلوزیو پر صادراتو خبرې کړي دي.

بلخي زیاتوي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي «متقي» په غوښتنه چینایي سفیر ژمنه کړې، چې افغان سوداګرو ته به ددغه هېواد د ویزو په برخه کې لازمې آسانتیاوې برابروي. ددې ترڅنګ افغان لوري له چینایي سفیر څخه مننه کړې چې د دواړو هېوادو ترمنځ د سیاسي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا برخه کې هڅې کوي.

چین په داسې مهال افغان سوداګرو ته د ویزو په برخه کې د آسانتیاوو برابرولو ژمنه کوي، چې په دې وروستیو کې ازبکستان او ایران هم له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او افغان سوداګرو د آسانتیاوو برابرولو ژمنې کړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

د افغان صادراتو لپاره باید چی چابهار بندر پرانستل شی. د تور پنجابی په خاطر وطن له محتاجی سره مه مخامخ کوی. افغانستان صرف د پاکستان د ورکړی راکړی لار مه جوړوی. افغانی میوې او اناز ټول خوسا شول خو پاکستانی مواد تر ازبکستان پوری رسیګی د غلامی ټاپه پر ځان مه لګوی هوښیار وسی د خقانیانو صلاحیت را کم کړی چی ټول به د پنجاب غلامان کړی. نوره مو خوښه

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx