ادبي لیکني

د شهيد استاد سره د خپل شاګرد د زړه خواله…!

مولوي کريم الله کامران

استاده! تاسې له خپل رب سره کړې وعده ريښتيا کړه، د سپېڅلي شهادت جام دې نوش کړ، تاسې څومره بختور ياست، چې د خپل اتل، قهرمان، غيرتي او د روسې ښکيلاک ماتوونکي شهيد پلار جان پر قدم قدم کېښود او د هغه ياد دې راتازه کړ.

استاده! تاسې د انسان په صورت کې يوه ښکلې فرشته پيدا وی، ستاسې هر عمل او کردار د خدای جل جلاله د نازولو بندګانو په څېر و، ستاسې انسانيت، صداقت، استقامت، تواضع، تقوا، صبر او اخلاص بې مثاله و، تاسې د حسنه اخلاقو يوه ريښتنې نمونه وی.

استاده! تاسې چې به د خلکو په منځ کې وی، تل به دې پر خوله خوږه مسکا پرته وه، او د هر چا سره به دې په ورين تندي او خنده رويي خبرې کولې،  او کله چې به يوازې سوې، نو پر ژبه به دې د الله جل جلاله ذکر جاري و.

استاده! تاسې څومره د حق ويناوال او ستر داعي وی، او د څومره ښکلې کلام او لهجې خاوند وی، ښه مې ياد دي، کله چې به کومې جلسې او غونډې ته ستاسې ورتګ يقيني و، ډير خلک به له ډير ليري ځايونو څخه ستاسې د بيان او ښائستې وينا لپاره راتلل.

استاده! تاسې د امريکايي ښکيلاکګرو په وړاندې لومړی جهاد د غيرت او غزا له مستحکم ټاټوبې هلمند څخه پيل کړ، او په دې شل کلنه اوږده دوره کې دې داسې خدمتونه او قربانۍ وړاندې کړې، چې قلم يې له ليکلو او ژبه يې له ويلو څخه عاجزه ده.

استاده! ستاسې راکړې درسونه مې اوس هم غوږونو کې انګازې کوي، او سوچ کې هغه ټول کتابونه يادوم، او پاڼې يې اړوم را اړوم، چې تاسې مې په کې استاد وی، او داسې احساسوم چې تاسې اوس هم زما په وړاندې ناست ياست او په خپله خوږه ژبه او نرمه لهجه درس راکوئ، او زه درته غوږ يم.

استاده! ستاسې  ستړياوې، خدمتونه او قربانۍ دومره لږ او محدودې نه دې، چې په يوه وړه ليکنه کې دې ځای شې، بلکې ستاسې وياړلی ژوند ليک ټوکونه کتابونو ته اړتيا لري او ته زموږ يو ستر محسن يې، نو ځکه ستا ژوند ليک پر موږ پور پاتي دی.

هوکې، استاده! ستاسې د شهادت اوازه چې مې تر غوږو شوه، ډير کوشش مې وکړ، چې ونه ژاړم، خو چې ستا ټوک ټوک، ټپي بدن او د لمر په څېر ځل بل څېرې ته ودريدم، بې اختياره مې له سترګو اوښکې ولاړې او سلګکيو واخيستم، د دردونو په يو ستر سمندر لاهو شوم، غم دې راباندې بيخي دروند تمام شو.

استاده! الله جل جلاله دې تاسې په سترو سترو جنتونو ونازوي، او الله جل جلاله دې ستاسې کورنۍ ته صبر جميل او اجر جزيل ورکړي، موږ به  هيڅکله ستاسې په څېر اتلان شهيدان هېر نه کړو، ستاسې له شرمېدلي دښمنه به ستاسې غچ يو په دوه اخلو، او خپلو راتلونکي نسلونو ته به ستاسې وياړلي غيرتونه او متين عزمونه د تاريخ په پاڼو کې ثبت کړو.

استاده! ستا روح دې ښاد وي.
استاده! ستا ياد دې تل وي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx