ورزش

افغانستان د ۲۰۲۲م شل اوریز نړیوال جام ته مستقیمه لار وموندله

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶ لړم، ۱۴۰۰ل): د افغانستان کرکټ لوبډلې د ۲۰۲۲م کال شل اوریز نړیوال جام چې په استرالیا کې ترسره کیږي په اتوماتیک ډول مستقیمه لار وموندله.

د کرکټ نړیوالې شورا د خبرپاڼې له مخې هغه ۸ لوبډلې په نښه شوي چې د راتلونکي شل اوریز نړیوال جام د سوپر ۱۲ پړاو ته یې مستقیمه لار موندلې ده.

په دغه اته لوبډلو کې د کوربه استرالیا ترڅنګ انګلستان، نیوزیلاند، پاکستان، هندوستان، سویلي افریقا، بنګلادیش او افغانستان لوبډلې شاملې دي.

د کرکټ نړیواله شورا وایي، دغه لوبډلې چې د نړیوالې شورا د شل اوریزو په درجه بندۍ کې تر اتم مقام پاتې شوي د راتلونکي کال شل اوریز نړیوال جام د سوپر ۱۲ پړاو ته لار مومي، او د غوراوي لوبې به نه ترسره کوي.

د استرالیا پر وړاندې د شنبې په ورځ د ویسټ انډيز ماتې دغه لوبډله په جدول کې لسم مقام ته ښکته کړه، چې د راتلونکي نړیوال جام ته د لار موندلو لپاره به غوراوي لوبې ترسره کوي.

د ویسټ انډيز ملګرتیا به د سریلانکا لوبډله هم کوي چې په درجه بندۍ کې ۹م مقام لري، دغه راز نمیبیا او سکاټلینډ به هم د یادې مرحلې ملګري وي.

افغانستان د یکشنبې په ورځ د نیوزیلاند سره د روان نړیوال جام وروستۍ سیالي لري، چې په ماتې منلو به هم په نړیوال جدول کې په ۷م مقام پاتې وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx