نظــر

پښتون؛ او پرې د تشدد بې ځایه تور!

ابوبکر خپلواک

د پوهنتون ملګري، د ټولګي ټولګیوال، د فیسبوک رفیقان او نور شناخته ملګري، ډېر کله راته وایي ته هم د خپل صف/قوم په شان متشدد او سخت ګیر یې، د دوي د همدې ادعا په باب لاندې څو کرښې لیکم، چې آیا رښتیا هم موږ! جابران یو.

پښتون قوم د هیواد اکثریت دی، له خپلو مابیني کشالو او داخلي اختلاف ورهاخوا ډېره موده وشوه چې د باطل غشي ته په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول سپر دي، هغه که لر دي او که بر دي، رښتيني پکې شرط دي.

له مختلفو پرګنو جوړ دا قوم که هر څومره متفرق وي، بیا هم شته داسې دیني مقدسات او ملي ارزښتونه چې پرې باندې په یو وار راټولېدلای شي. معاصر تاریخ یې له ځان سره ډېرې بیلګې لري.

په هېواد کې میشت نور اقوام او لږه کي پښتون او طالب یو ګڼي او د نړیوالو په څېر ورته د ترورېست ناځوانه او خاصې نامې کاروي.

دوی بیا خپل ځان صیقل، میانه روه او متمدن ګڼي. شډل بډل پټان ته بیا له تمدن لرې، رواجي، بنسټپال او نورې بدې خطابې کوي.

له نن څخه کابو درې لسیزې وړاندې، کله چې د حجرې او مدرسې طالب د شر او فساد، انارشېزم او زورواکۍ په وړاندې مقدس پاڅون وکړ او په هیواد یې د امن مقدس څادر خپور کړ.

هغه وخت چې طالب له ځان سره د فطري دین(اسلام) سالمه داعیه لېږدوله، امن او امنیت یې غوښت، دیني او ملي ټولو ارزښتونو ته په احترام قائل و، د تعصب په پړسېدلي پسه یې چاړه اېښې وه، همدا وجه وه چې هیوادوالو یې دروند هرکلی او استقبال وکړ.

خو د هیواد اقلیت اقوامو او لږکیو یې په مقابل کې څه وکړل!؟ دا چې څه یې وکړل، ډېری پټان ځوانان پرې باندې خبر ندي، تعصب نه کوم، مجبور شوم دا لاندې کرښې ولیکم، یو باسواده پښتون ځوان مې لید، چې د پښتون قاتل یې اتل! ګاڼه.

په عموم کې هغه وخت یو انسان او صف د کبر او ظلم مرتکب کیږي چې فاتح او غالب وي، طالب دوه نېمې لسیزې وړاندې هم د نن په څېر فاتح حاکم شو، خو له نورو هېوادوالو سره چلند یې په نرمۍ بناء و. د هندوکش په هغه غاړه یې هم قدم کېښود خو قصداً یې څوک ترې لاندې نکړل.

لکه څرنګه چې د رژیم بندیان په سپینو جامو کې له نغدیې سره یو ځای رخصت شول، ددې سیاست قالب په تېر حاکمیت کې ایښودل شوی و، ۲۵ کاله وړاندې په کابل کې ۱۰۰۰ ازبک ملېشې چې جنګي اسیران ول، آزاد او تر کوره ورسېدل. په شمال کې ځکه د لوی ملاصاحب قدمونه نرم او محتاط ول تر څو صف د قوم پرستۍ په رنګ ککړ نشي.

ویده پټان ځوان خپله پر خپل ځان او خپل قام د جبر بدمرغه الزام لګوي، دا قوم به جابر هغه وخت و چې د شمال د پهلوان رسول په شان یې د پښتنې لور له سره پړونی پورته کړی وای، په جبر یې لسګونه پښتنې پېغلې ازدواج ته اړ ایستلې وای، دا قام به هغه وخت ظالم ګڼل کېدلو چې مشر او کشر یې په مشترکه توګه ۱۲۰۰۰ زره چنار قدې ځوانۍ تر خاور لاندې کړې وای.

هغه وخت به رښتیا هم دا قام ظالم و چې مشرانو یې د دشت لیلې په شان د ظلم داستان درلودی، هغه وخت به سخت زړی ټبر ګڼل کېدو، چې په خپله سیمه کې یې د نورو لږکیو ډله ییز قبرونه موجود وای، تاسو ورشئ د شمال دښتې وګورئ، فې الحال پکې د هغو زلمو د بدن هډونه را خیژي چې مور یې لا په کور کې د راتګ شېبې شماري.

دې صف تر اوسه خپل دښمن په کانټینر کې له خدایي اکسيجن ندی محروم کړی، نه یې د قوم پرستۍ له کبله د کوم قوم سلګونه مجاهد زلمي د امو سیند ته غورځولي.

ددې قوم یو سپین ږیری لا دومره ندی له عناد ډک شوی چې پردیو ته په نیمه ژبه ووایي، چې د بمونو کچه دې ستره کړه، دا کوچني دي، تر څو قوي شي چې دا قام بیا په خپلو پښو د درېدو قوت له لاسه ورکړي.

اې پښتون ځوانه!
راپاڅه خپل ځان، خپل قام، خپل تاریخ او خپل اتل سم وپېژنه، ته نرم دله او با وقاره قام یې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

پښتون ولس جابر نه بلکې د جبر، ظلم، بربریت، استعار، منافقت، بې عدالتي او د کفرى نړۍ د اشغال په صورت کې ئې خپل مادى او معنوي قرباني ورکړې. خپل دين او عننات ېې ساتلى دى.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx