نړۍ

غنوشي: عربي هيوادونه د اسراييلو مالي ملاتړ کوي

نن ټکی اسیا(یکشنبه، زمری ۱۲مه، ۱۳۹۳:) تونس کې د النهضه ګوند مشر دکتور راشد الغنوشي وایي، چې پر غزې د اسرييلو ترهګريزو بريدونو او ظلمونو دا روښانه کړه، چې عربي حکومتونه او يو شمېر مؤسسې د اسراييلو ملاتړ کوي.
غنوشي دا نه دي ويلي، چې هغه کوم هېوادونه دي، چې د اسراييلي بريدونو ملاتړ کوي.
نوموړي همدارنګه پر ملګرو ملتونو هم نيوکې وکړې، چې پر غزه د اسراييلي بريدونو په مخنيوي کې پاتې راغلي دي.
غنوشي وايي، چې د غزې د جګړې په اړه بې پرې پاتې کيدل ناشوني دي. يا به د غزې د بې دفاع خلکو ملاتړ کوې او يا به د اسراييلو ملاتړی يې.
نوموړی وايي، چې غلي حکومتونه او خلک د اسراييلو ملګري دي.
راشد الغنوشي غربي هېوادونو کې د غزې خلکو سره د خواخوږۍ او اسراييلو پر ضد لاريونونو ته په اشاره وايي، چې د نړۍ ويښ ځوانان ټول د فلسطينيانو ملاتړي دي.
غنوشي زياتوي، چې صهيوني رسنۍ په دې نه دي توانيدلي، چې د خپلو درواغجنو پروپاګندو په زور نړيوال وغولوي.
غنوشي وايي، په غزه کې د مقاومت بریا د کودتاوو پر ضد د عربي پسرلي کامیابي ده. ښاغلی راشد الغنوشي زیاتوي: «داسې هڅې کېدې چې کودتاوو له لارې د عربي پسرلي مخه چې یو ډیموکراتیک لوری خپل کړی و، ډپ کړي. مګر په تونس کې وروستیو خبرو اترو دغه هڅې شنډې کړې. بیا د ترکیې ټاکنې د دې لړۍ دویمه کړۍ وګڼل شوه او اوس د غزې مقاومت یې درېیمه کړۍ ګڼلی شو.»
غنوشي زیاتوي: «د غزې پر ضد جګړې ثابته کړه، چې د انسان اراده تر ټولو ټکنالوژيو او وسلو زوروره ده. د غزې پر استوګنو د کورنو نړېدا د فلسطیني ولس اراده نه ده ماته کړې».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x