
شعـــــرونه
د يووالي توغ/ نومير
فدامحمد نومير
راسه لاس په لاس کې ورکړو وطن جوړ کړو
له دې خاورې نه د ځمکې عدن جوړ کړو
چې ازاد سو د پرديو له احتياجه
خپل هيواد څخه پاريس د ګفتن جوړ کړو
نه به فقر مسکيني او ګدايي وي
يو د امن، سوکالۍ خپل مسکن جوړ کړو
د يووالي تر توغ راسه چې را غونډ سو
ددې تيت پرک قومو يو بدن جوړ کړو
خوله ور ماته د دښمن راځه په سوک کړو
د وطن سو ساتندويه کفن جوړ کړو
د نومير به خوشحالې په هغه ورځ وي
چې په لور د ترقۍ مو رفتن جوړ کړو
متحده ايالات ، کلفورنيا
محترم نومیر صاحب! زه په شعر او شاعری نه پوهیږم. د پاریس ذکر مو کړی وه. پاریس د یوی لمکی ځای نه دی. زه ورغلی یم، خلک یی ډیر متعصب، مغرور او احمقان دی. باید په فرانسوی پوښتنه ځنی وکی. په جرمنی او انګریزی سوال او جواب نکوی. خلاصه داسی شیان دی لکه دی دا زموږ متعصب، مغرور او احمق پنجشیریان.