ورزش

نیمه پایلوبې لپاره د افغانستان او نیوزیلاند وروستۍ هڅه نن ترسره کیږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶ لړم، ۱۴۰۰ل): د افغانستان او نیوزیلاند لوبډلو ترمنځ د شل اوریز نړیوال جام نیمه پایلوبې ته د لار موندلو لپاره وروستۍ مبارزه نن یکشنبه ترسره کیږي.

د نیوزیلاند لوبډلې په ګروپ بي کې له څلورو څخه درې لوبو کې بریا خپله کړې، او افغانستان ته په ماتې ورکولو به مستقیما نیمه پایلوبې ته لاره پيدا کړي.

افغانستان لوبډلې که نیوزیلاند ته ماتې ورکړه، لومړی به هند ته د نیمه پایلوبې فرصت په لاس ورشي، خو که په ستر توپیر نیوزیلاند مات شي افغانستان هم نیمه پایلوبې ته د وتلو فرصت لري.

د نیوزیلاند او افغانستان ترمنځ سیالي نن په ۲:۳۰ بجې په ابوظبي لوبغالي کې ترسره کیږي، دا د نړیوال جام د ګروپ بي تر ټولو مهمه لوبه ګڼل کیږي او د ټولې نړۍ سترګې دغې لوبې ته دي.

افغانستان به نه یوازې د افغان مینوالو ملاتړ ولري، بلکې دوی سره به د یو ملیارد زیاتو هندي مینوالو ملاتړ هم وي، چې ددوی په مرسته هند کولی شي نیمه پایلوبې ته لار ومومي.

په دې تړاو د هند سوکه توپ اچونکي د افغان لوبغالي مجیب الرحمن په تړاو چې په تېرو دوه لوبو کې د ټپونو له کبله بهر شوی په طنزیه ډول ویلي، «موږ کولی شو د مجیب د روغتیا لپاره دوی ته غوره ډاکټر ولیږو تر څو هغه د نړیوال جام سیالۍ لپاره چمتو شي».

له دې وړاندې پاکستان لومړۍ لوبډله شوې چې نیمه پایلوبې ته یې لار موندلې ده، انګلستان او استرالیا له تېرې ورځې سیالۍ وروسته د نیمه پایلوبې پړاو کې ځانونه ثبت کړل.

د راپورونو له مخې، پاکستان به نیمه پایلوبه کې د استرالیا پر وړاندې مخامخ کیږي، دغه راز انګلستان به د ننۍ لوبې څخه نیمه پایلوبې ته لار موندونکې لوبډلې پر وړاندې لوبیږي.

که څه هم د کرکټ نړیوالې شورا په نیمه پایلوبه کې مخ کېدونکې لوبډلې نه دي مشخص کړي، خو په عامه توګه د ګروپ بي لومړۍ لوبډله د ګروپ ای دوهم مقام لوبډلې سره مخامخ کیږي، دغه راز د ګروپ بي دوهم د ګروپ لومړي مقام سره میدان ته ښکته کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx