شعـــــرونه

لمر په غروب کې د خرما د ونې څنګ ته ولاړ/ کاروان

پير محمد کاروان

لمر په غروب کې د خرما د ونې څنګ ته ولاړ
هغه شاعر هم د مطربو شېبو شرنګ ته ولاړ

ژوند ته ور وګوره یو وږی او تش لاسی ماشوم
ترې خېژي تاو د شورنخودو ډک تبنګ ته ولاړ

د سمندر څپې په منډه ورشه یویې سه ترې
بېچاره کب دی خلاصې ژامې د نهنګ ته ولاړ

موسم د مینې به زه هغه مهال و منمه
چې انتظار وي یو پاچا یوه ملنګ ته ولاړ

د سپاهي انداز بې حده جمالي ښکارېده
په حماسي موسکا د تورو سترګو جنګ ته ولاړ

ډېره موده کېږي ترۍ تمې د ډول ازانګې
د پورې غرونو څک غوږونه دي ګړنګ ته ولاړ

شمال یې هره خوا چې اړوي ثواب یې کېږي
ګل که قبلې ته مخامخ وي او که ګنګ ته ولاړ

چې یې په خوند په غېږ کې ونیسي پخلا به یې کړي
کاروان، د مینې مرور او خپه رنګ ته ولاړ

۱۶ عقرب ۱۴۰۰ هجري شمسي، خوست توره وړۍ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx