افغانستان

جلال آباد کې غبرګو چاودنو درې تنه وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶ لړم، ۱۴۰۰ل): د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد کې غبرګو چاودنو یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

عیني شاهدان وايي، نن د یکشنبې په ورځ تر غرمې وړاندې د جلال آباد ښار په دویمه ناحیه کې دوه چاودنې او ورپسې ډزې شوې دي.

یوې روغتیايي سرچینې د نوم نه څرګندولو په شرط رسنیو ته ویلي، چې د چاودنو له ځایه ۳ جسدونه روغتون ته وړل شوي؛ خو د جسدونو د هویت په اړه یې څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې په جلال آباد ښار کې بمي چاودنې او هدفي وژنې زیاتې شوي او امنیتي مسئولین یې د مخنیوي په هڅو بوخت دي.

په وروستۍ هڅه کې ولایتي ادارې له ټولو ریکشا والاوو څخه غوښتنه کړې چې له امنیتي مسلحو پرته نور وسله وال په خپلو ریکشاوو کې انتقال نه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx