افغانستان

سعودي عربستان د «زیارت» ویزو لرونکو افغانانو ویزې په وړیا توګه غځوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶ لړم، ۱۴۰۰ل): سعودي عربستان د زیارت ویزو لرونکو افغانانو ویزې په وړیا توګه غځوي.

په سعودي عربستان کې د افغانستان سفارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له پرلپسې هڅو وروسته د کوربه هېواد چارواکو سره هوکړې ته رسیدلي چې افغانانو ته د زیارت ویزو موده په وړیا توګه درې میاشتې نوره هم وغځوي، چې ددې پروسې دقیق معلومات به وروسته رسنیز شي.

افغان سفارت د سعودي عربستان له چارواکو څخه د مننې ترڅنګ خبر ورکړی چې ډیر ژر به ددې بهیر د پیل دقیقه نیټه او معلومات د خپلې رسمي فیسبوک پاڼې له لارې خپاره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د نوي حکومت له راتګ او په بهر کې د افغان حکومت د سیاسي استازولیو د کارونو د ځنډېدو له امله ګڼ افغان مسافر له ستونزو سره مخ دي.

په ورته مهال هغه افغان مسافر چې د خلیجي هېوادونو څخه خپل هېواد ته په رخصتۍ راغلي؛ خو د هوايي ټرانسپورټ د بندښت په وجه اوس خپلو کارونو ته نه شي تللای.

دغه ډله افغانان چې شمېر یې سلګونو زرو ته رسیږي له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د ازبکستان او یاهم متحدو عربي اماراتو له لارې ورته د سفر آسانتیاوې برابرې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx