افغانستان

چین: د افغانستان ۲۶ ټنه جلغوزي په ۱۰۰ دقیقو کې پلورل شوي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶ لړم، ۱۴۰۰ل):  وروسته له هغه چې افغانستان چین ته ۴۵ ټنه جلغوزي د هوايي دهلیز له لارې صادر کړل د اسیا او افریقا هیوادونو د ښو تولیداتو د پلورنې په فیسټیوال کې په یواځې ۱۰۰ دقیقو کې ۲۶ ټنه جلغوزي پلورل شوي دي.

د چین د دولتي رسنۍ یوې خبريالې پر خپل فیسبوک لیکلي دي چې د افغانستان د جلغوزیو ۱۲۰ زره ډبي چې ټولټال وزن یې ۲۶ ټنه ته رسیږي په یواځې ۱۰۰ دقیقو کې انلاین پلورل شوي دي.

نوموړې زیاته کړې چې د افغانستان جلغوزي په چین کې ښه بازار لري، مشتریان یې خوښوي او دوی تمه لري چې افغانستان نور صادرات هم افغانستان ته زیات کړي.

افغانستان د هوايي ډهلیز له لارې چین ته د جلغوز د صاردولو لړۍ د لړم په ۹مه یوځل بیا پیل کړه.

د افغان حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي ویلي چې دوی هیله مند دي چې له چین سره به د دوی سوداګري دوام پيدا کړي او له چینايي لوري سره به تجارتي اړیکي نورې هم پیاوړې شي.

چین او افغانستان بهرنیو چارو وزیرانو د اکتوبر په ۲۶مه په دوحه کې چین ته د جلغوزو پر صادراتو تفصیلي بحث وکړ چې چینايي لوري په دې اړه د همکارۍ ډاډ ورکړی و.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د چین بهرنیو چارو وزیر سره په لیدنه کې هغه ته د افغانستان جلغوزي ډالۍ کړي وو.

چین د افغانستان تر ټولو لوی د جلغوزو واردونکی هیواد دی. افغانستان په ۲۰۱۸ز کې دغه هیواد ته د هوايي دهلیزونو له لارې د جلغوزو صادرات پیل کړل.

افغان چارواکو هغه مهال اټکل کړی و چې افغان سوداګر به په کلني ډول ۲۳زره ټنه جلغوزي چین ته صادر کړي چې له کبله به یې ۸۰۰ میلیونه ډالر عاید افغانستان ته راشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx