افغانستان

د رایو د بیا څېړنې پروسه د نورستاني له ګواښ سره ـ سره بیا وځنډېده

نن ټکی آسیا(یکشنبه، زمری ۱۲مه، ۱۳۹۳): د رایو د بیا څېړنې پروسه نن بیا وځنډول شوه. په داسې حال کې چې نن د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر یوسف نورستاني وویل چې دوی به په هر صورت دغه پروسه بېرته پیلوي.

یوسف نورستاني نن سهار له یوه شخصي تلویزون سره په خبرو کې وویل چې که د اصلاحاتو او همپالنې ټیم څارونکي موجود وي یانه، دوی به نن هرو مرو د رایو د بیا څېړنې پروسه پیلوي.

مګر نن سهار سره له دې چې په لومړيو څو ساعتونو کې پروسه پیل شوه، خو د یاد ټیم د څارونکو د نشتوالي له امله دغه پروسه بېرته وځنډول شوه.
د رایو د بیا څېړنې پروسه تر کمکي اختر وړاندې ځنډول شوې وه، چې ټاکل شوې وه د شنبې په ورځ باید پیل شي، مګر د ډاکټر عبدالله عبدالله د ټیم د څارونکو د نشتوالي له امله د څلورویشتو ساعتونو لپاره وځنډېده.

که څه هم د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر وویل چې دوی دغه ځنډونه د ملګرو ملتونو په خوښه کړې ده، خو د ډاکټر اشرف غني څارونکي وايي چې د ډاکټر عبدالله عبدالله د څارونکو د نشتوالي له امله پروسه ځنډول کېږي.

د اصلاحاتو او همپالنې څارونکي وايي چې د رایو بیا څېړنه منظمه نه ده او د دې ټیم د یو غړي فاضل سانچارکي په قول یوناما هم د پاکو او ناپاکو رایو په بېلتون کې ناکامه شوې ده.

نن له څو ساعته پیل وروسته په دې شرط دغه پروسه وځنډول شوه چې د ماسپښین تر یوې بجې باید د ډاکټر عبدالله عبدالله څارونکي پروسې ته راشي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر نن سهار هم وویل چې که د اصلاحاتو او همپالنې څارونکی وي او کنه، پروسه به پیلېږي نوموړي نن تر ځنډ مخکې بیا همدا خبره تکرار کړه او ویې ویل چې که تریوې بجې د اصلاحاتو او همپالنې ټیم څارونکي رانه غلل پروسه به پیل شي.

خو اوس چې له ټاکل شوي وخت نه نږدې یو نیم ساعت تېرېږي لاهم د رایو د بیا څېړنې پروسه نه ده پیل شوې.
هغه شمېر افغانان چې رايې يې ورکړې دي، د ټاکنو کمیسیون دغه ډول کړنې په افغان ولس ملنډې بولې او وايي چې د دوی رايې هیڅ معنی هم نه لري.

سره له دې چې تر دې وړاندې د ډاکټر اشرف غني ځینو پلویانو خلکو ته د قناعت ورکولو هڅه کوله او د جان کېرې راتګ او دهغه پرېکړه يې یو ضرورت باله، خو اوس خلک پوره بې باوره شوي دي او د طالبانو وړاندوینه يې سمه ګڼلې ده.

د چارو  د شنونکو له قوله د دواړو نوماندانو ترمنځ جوړجاړی ځکه نه راځي چې لاهم د وزارتونو د ورکړې په سر جنجال دی.
په داوړو ډلو کې زورور غړي غواړي ځينې مهم وزارتونه خپلو کسانو ته ورکړي.
له بلې خوا ویل کېږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له دواړو نوماندانو سره تلیفوني خبرې کړې دي او ورته ويلي يې دي چې د ټاکنو له خپلواک کمیسیون سره دې د ستونزو په حل کې مرسته وکړي.

ځينې سیاسي مبصرین د جان کېرې وروستۍ تلیفوني اړیکه په ټاکنو کمیسیون ښکاره ملنډه ګڼي او وايي چې که جان کېرې رښتیا هم دغه کمیسیون په رسمیت پېژندلی خپله د جوړ جاړي پرېکړه به يې د همدې کمیسیون له لارې اورولې وای، په داسې حال کې چې جان کېرې په خپل راتګ دواړه کمیسیونونه بې صلاحیته ثابت کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x