ورزش

نيوزيلاند افغانستان ته ماتې ورکړه او نيمه پايلوبې ته يې لار وموندله

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۶ لړم، ۱۴۰۰ل): نيوزيلاند کرکټ لوبډلې افغانستان ته د سوپر ۱۲ پړاو په مهمه لوبه کې افغانستان ته د ۸ ويکټو په توپير ماتې ورکړه.

په يادې بريا سره نيوزيلاند د شل اوريز نړيوال جام نیمه پايلوبې ته لار وموندله، او افغانستان لوبډله بهر شوه.

د افغانستان په ماتې سره د هند لوبډله هم له نړيوال جام څخه بهر شوه. دوی به خپله وروستۍ لوبه د نميبيا پر وړاندې سبا دوشنبه ترسره کړي.

د افغانستان او نيوزيلاند ترمنځ لوبه کې پچه محمد نبي وګټله او لومړی يې د توپ وهنې پريکړه وکړه، دوی په ټاکلي شلو اورونو کې ۱۲۴ منډې وکړې.

د افغانستان له لوري يوازې نجيب ځدران غوره لوبه وکړه او په ۴۸ توپونو يې ۷۳ منډې جوړې کړې. خو د تېر په څېر يو ځل بيا اوپنر لوبغاړي پرته له زياتو منډو جوړولو وسوځېدل.

د هدف په تعقيب کې که څه هم مجيب ځدران په لومړيو کې د نيوزيلاند اوپنر لوبغاړی وسوځوه، خو وروسته يوازې د راشد خان ويکټې د هدف بشپړولو مخه ونه نېوله.

نيوزيلاند ټاکلی هدف په ۱۹م اور کې د ۸ ويکټو په توپير پوره کړ. ددوی له لوري کين ويليمسن ۴۰ او ډيون کانوی ۳۶ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د نيوزيلاند مخکښ توپ اچونکي ټرينټ بولټ د ۱۷ منډو په بدل کې ۳ لوبغاړي وسوځول، او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شول.

د کرکټ نړيوالې شورا د ۲۰۲۱ شل اوريز جام نيمه پايلوبې ته پاکستان، انګلستان، استراليا او نيوزيلاند لار وموندله. نيمه پايلوبې به د نومبر په لسمه نېټه پېل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

یاره صاحبه مهربانه مونږ د افغانستان خلک هم عجیب غوندی مخلوق یو، لافی پټاقی مو ډیر وویشی چی دا لوبه هرو مرو ګتو!!! بلکل یی ګټو!!!، آخر ټس فارسی، ځه بلا ورپسی ښه شو چی بایمولوده کنه خدای پوهیږی چه څومره کسان به په هوایی ډزو کی وژل کیدل، هسی هم دا کریکت یوه لویه عظیمه فتنه ده، هیڅ چی نشی کنځلی کول خو پکی شته او شته!!!

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx