افغانستان

د شلو ولایتونو والیان او امنیه قومندانان تغییر او تبدیل شول

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶ لړم، ۱۴۰۰ل): د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه د حکم سره سم د هېواد د شلو ولایتونو والیان، مرستیالان او امنیه قومندانان تغییر او تبدیل شول.

د اسلامي امارت د مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې لاندې تغییر او تبدیل اعلان شوی دی:

 ۱ــ محترم عبدالغني  د بدخشان   ولایت د والي په توګه

۲ ـــ محترم  محمد علي جان د پکتیا ولایت د والي په توګه

۳ ــ محترم قاري  بریال د کابل ولایت د والي  په توګه

۴ــ محترم  مفتي محمد ادریس د کابل ولایت د  مرستیال والي په توګه

۵ ـــ محترم ولي جان حمزه د کابل ولایت د امنیه قومندان په توګه

۶ ــ محترم  نثار احمد د کندز ولایت د والي په توګه

۷ ــ محترم حبیب الرحمان صهیب د کندز ولایت د مرستیال والي په توګه

۸ــ محترم  عزیز الله د کندز ولایت د امنیه قومندان  په توګه

۹ــ محترم قاري بختیار د بغلان ولایت د والي په توګه

۱۰ــ محترم  محمد ادریس د بغلان ولایت د مرستیال والي په توګه

۱۱ــ محترم صفی الله اخند د بغلان ولایت د امنیه قومندان په توګه

۱۲ ــ محترم حاجي  مالي خان د لوګر ولایت د والي په توګه

۱۳ ــ محترم انعام الله د لوګر ولایت د مرستیال والي په توګه

۱۴ ــ محترم  محمد الدین شاه مخبط د لوګر ولایت د امنیه قومندان په توګه

۱۵ ــ محترم عبدالله مختار د پکتیکا ولایت د والي په توګه

۱۶ ـــ محترم  عبدالله  سرحدي د بامیان ولایت د والي په توګه

۱۷ ــ محترم  سعید احمد د لغمان ولایت د مرستیال والي په توګه

۱۸ ـــ محترم نورا لهدی د بلخ ولایت د مرستیال والي په توګه

۱۹ــ محترم مطیع الله د بلخ ولایت د امنیه قومندان په توګه

۲۰ ـــ محترم حبیب الله شاکر د تخار ولایت د امنیه قومندان په توګه

۲۱ ـــ محترم حاجي دعوت  د اروزګان ولایت د والي په توګه

۲۲ ــ محترم روحانی صاحب  د فراه ولایت د والي په توګه

۲۳ ـــ محترم جهادیار صاحب د فراه ولایت د مرستیال والي په توګه

۲۴ ــ محترم حاجي صاحب معصوم د فراه ولایت د امنیه وقومندان په توګه

۲۵ ــ محترم عبدالرحمان اکا د سرپل ولایت د والي په توګه

۲۶ ـــ محترم محمد نادر  د سرپل ولایت د مرستیال والي په توګه

۲۷ ـــ محترم  شعیب  د جوزجان ولایت د والي په توګه

۲۸ ـــ محترم عبدالمنان محمود  د جوزجان ولایت د مرستیال والي په توګه

۲۹ـــ محترم قاري صاحب پهلوان د فاریاب ولایت د والي په توګه

۳۰ـــ محترم حذیفه صاحب د فاریاب ولایت د امنیه قومندان په توګه

۳۱ـــ محترم  لبیب  صاحب د غور ولایت د امنیه قومندان په توګه

۳۲ ـــ محترم  محمد امین جان کوچي د میدان وردګو ولایت د والي په توګه

۳۳ ـــ محترم  شیراحمد د میدان وردګو ولایت د مرستیال والي په توګه

۳۴ ـــ محترم بسم الله (عبدالله)  د زابل ولایت د والي په توګه

۳۵ ـــ محترم عبدالخالق عابد  د زابل ولایت د مرستیال والي په توګه

۳۶ ــ محترم  عبدالمنان د سمنګان ولایت د مرستیال والي په توګه

۳۷ ــ محترم نجیب الله رفیع  د نیمروز ولایت د والي په توګه

۳۸ ـــ محترم اسحاق اخندزاده صاحب د غزني ولایت د والي په توګه

۳۹ـــ محترم  سیدحنیف (عباده اغا) د غزني ولایت د مرستیال والي په توګه

۴۰ــ محترم  عبدالله د کنړ ولایت د مرستیال والي په توګه

۴۱ ـــ محترم عبدالحق حقاني د کنړ ولایت  د امنیه قومندان په توګه

۴۲ ـــ محترم حاجي صاحب  راشد د دایکندي ولایت د مرستیال والي په توګه

۴۳ ـــ محترم سلیمان اغا صاحب د شینډنډ د ۵ ولسوالیو د مسئول په توګه

د خبرپاڼې پای کې ټولو ټاکل شویو والیانو، مرستیالانو، امنیه قومندانانو او یو شمېر ولسوالیو ته د الله تعالی له دربار څخه د بریا غوښتنه کړې ده.

د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه لخوا د هېواد د ۲۰ ولایتونو والیان، مرستیالان او امنیه قومندانان د یو فرمان له مخې په داسې مهال تغییر او تبدیل او ځینې ګوښه کیږي چې پخوانیو رژیمونو به د یو ولایت د والي د تغییر لپاره هم کله ناکله له والي سره جګړې ته کېدلو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx