ورزش

افغان لوبغاړو د پاکستان په تکواندو لوبو کې تر دې دمه درې مډالونه ګټلي

افغان لوبغاړو د پاکستان په تکواندو لوبو کې دوه د برونزو او یو د نقرې مډال ګټلی

په پاکستان کې د جي ون تکواندو سياليو پرمهال افغان لوبغاړو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو يو شمېر مډالونه ګټلي دي.

د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د شاوخوا ۱۷ هېوادنو تر منځ د تکواندو لوبغاړو تر منځ په روانو سیالیو کې افغان لوبډلې تر اوسه درې مډالونه ګټلي دي.

په لومړي وزن کې محمد عاطف یعقوبي د پاکستاني سیال پر وړاندې څلور لوبې وګټلي، خو د مصري سیال پر وړاندې يې یوه وبایلله، چې په دې ډول يې درېیم مقام او د برونزو مډال وګاټه.

همدارنګه احمد جواد ځاځي له پاکستاني او عماني سیالانو نه پنځه لوبې وګټلې او د پاکستاني سیال پر وړاندې يې ماتې ومنله، چې په دې ډول يې درېیم مقام او د برونزو مډال خپل کړ.

یو بل افغان لوبغاړي حکمت الله زین بیا له پاکستاني او مصري سیالانو شپږ لوبې وګټلې، خو د کورواسي پياوړي لوبغاړي پر وړاندې يې لوبه وبایلله، چې په دې ډول يې دویم مقام او نقره‌يي مډال وګاټه.

دا لوبې چې شاوخوا ۳۶ لوبډلې او ټول پکې ۴۲۰ لوبغاړي برخه لري، لا هم په پاکستان کې جریان لري چې افغان لوبغاړي به نن په دویم، پنځم او اووم وزن کې له خپلو سیالانو سره مخ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx