نړۍ

مسجدونه جوړیږي کلیساوي بندیږي اسلام په فرانسه کی دخوریدو په حالت کی دی

muslims_in_france(نن ټکی اسیا سپټمبر۲۰۱۱/۰۹) دالاکرویکس الکاتولیکس په نامه سره ورځپاڼي خبرنشر کړی دي چي په تیرو لسو کلنوکي یواځي لس نوی کلیساوي جوړی شوی اوحال دا چي ۶۰ پخواني کلیساوي دعبادت کونکو دنه ورتګ په صورت کی تړل شوی اوحتی ډیري بندی شوی کلیساوی دمسلمانانو له لوری په مسجدونه باندی بدلی شوی دی.

دهدسون په نامه سره یوي امریکایی علمي موسسی پرخپله پاڼه باندی خبرنشرکړی دي، وایی په فرانسه کی دکلیساوو تړل اویادهغوي په مسجدونوباندی بدلیدل څرګنده دلیل دی چي اسلام دفرانسی په اولس کی دغوره اوبهتره دین ځای نیولی دی.

دغه علمی موسسه وړاندی لیکی چي مسلمانان په فرانسه کی هره ورځ دزیاتیدو په حالت کی دي اواکثره مسلمانان په خالي کلیساوو پسي ګرځي ترڅو په مسجدونویی بدلی کړی، ویب پاڼه زیاتوي په فرانسه کی مسلمانان دومره زیات دی چي دجمعي په ورځ ډیري سړکان ځکه بند وي چي مسلمانان پرسړکونو باندی لمنځونه کوی اومسجدونو کی نه ځاییږي،

دفرانسي په پارلمان کی داسلام دمقدس دین دچارومسؤل ښاغلي محمد موسوي له ار ټی آل راډیو سره په خبرو کی وویل چی په فرانسه کی فعلا ۱۵۰ مسجدونه ترکارلاندی دی، اوپه تیرو لسو کلنوکی دمسجدونوشمیره ترزرو مسجدونوپوری رسیدلی ده، لیکن ترراتلونکو لسو کلنو پوری په فرانسه کی ۴۰۰۰ زرو نورو مسجدونو ته ضرورت شته.

بخت الرحمن بخت …….. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x