افغانستان

تر کابل-دوبۍ وروسته اریانا افغان کندهار-دوبۍ پروازونه هم پیلوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶ لړم، ۱۴۰۰ل): د کندهار د احمدشاه بابا هوايي ډګر مسوولین وايي چې را روانه اونۍ به له کندهار څخه دوبۍ او دوبۍ څخه کندهار ته پروازونه پیل کړي.

د کندهار – دوبۍ او دوبۍ – کندهار تر منځ پروازونه به د نومبر د میاشتې د ۱۴مې نېټې وروسته پیل شي.

د احمدشاه بابا هوايي ډګر مسوولینو پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي دي چې دغه پروازونه به هره یکشنبه د کندهار څخه دوبۍ او هره دوشنبه له دوبۍ څخه کندهار ته کیږي.

دوی ویلي دي چې د ملکی هوايي چلند او ترانسپورت وزارت د رهبرۍ په هڅو د اريانا افغان هوايي شرکت د کندهار دوبۍ _ دوبی کندهار پروازونو اجازه تر لاسه کړې ده.

اریانا افغان تېره ورځ د کابل-دوبۍ او دوبۍ-کابل د پروازونو اجازه هم ترلاسه کړې وه چې هره ورځ به دغه شرکت دوبۍ ته پرواز کوي.

همدا راز کام ایر هوايي شرکت هم کابل څخه ابوظبۍ او دوبۍ ښارونو ته د پروازونو اجازه ترلاسه کړې ده.

کام ایر هوايي شرکت تر دې وړاندې په اونۍ کې یو ځل ابوظبۍ ته پروازونه لرل چې مسافرو د ټکټ د لوړ نرخ څخه شکایت کولو.

خو د اریانا افغان هوايي شرکت د پروازونو د بیا پيلیدو سره دغه شرکت د ۱۴۰۰ ډالرو څخه خپل ټکټونه ۵۵۰ ډالرو ته راښکته کړل.

د کابل – دوبۍ د پروازونو تر پیلیدو وروسته په خلیج کې د مېشتو مسافرو د تګ راتګ ستونزه تر ډېره بریده حل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx