افغانستان

سعودي عربستان دغه هېواد ته د افغان مسافرو د بیرته ستنېدو پر آسانه میکانیزم هوکړه کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷ لړم، ۱۴۰۰ل): سعودي عربستان هغو افغانانو ته چې ددغه هېواد «خروج عودو» ویزې لري په ځانګړې ډول اجازه ورکوي چې بیرته سعودي عربستان ته ستانه شي.

په ریاض د افغانستان سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې سعودي چارواکو ورسره منلې ترڅو هغو افغان مسافرو ته چې په سعودي عربستان کې یې د کرونا واکسین دوه ډوزونه ترسره کړي او د «توکلنا» په کاریال کې ثبت وي، د «خروج عودې» ویزې په لرلو سره بیرته نوموړي هېواد ته د بیرته ستنېدو اجازه ورکړي.

د بیرته ستنېدو دغه بهیر به د آریانا افغان هوايي شرکت د ځانګړو الوتنو له لارې مستقیما سعودي عربستان ته ترسره کیږي.

 افغان سفارت وايي، ددې ترڅنګ به د هغو افغانانو لپاره چې په افغانستان کې یې د سعودي عربستان د روغتیا وزرات د شرایطو مطابق د کرونا واکسین دوه ډوزونه ترلاسه کړي وي، ترڅو په مستقیم ډول یاهم د درېیم هېواد له لارې سعودي عربستان ته د بیرته ستنېدو زمینه برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې سعودي چارواکو په ریاض کې د افغان سفارت د مامورینو په هلو ځلو د «زیارت» لرونکو ویزو افغانانو ته په ویزو کې د درې میاشتني وړیا تمدید ژمنه کړې وه.

باید وویل شي چې چې په افغانستان کې د نوي حکومت له راتګ او په بهر کې د افغان حکومت د سیاسي استازولیو د کارونو د ځنډېدو له امله ګڼ افغان مسافر له ستونزو سره مخ دي.

په ورته مهال هغه افغان مسافر چې د خلیجي هېوادونو څخه خپل هېواد ته په رخصتۍ راغلي؛ خو د هوايي ټرانسپورټ د بندښت په وجه اوس خپلو کارونو ته نه شي تللای.

دغه ډله افغانان چې شمېر یې سلګونو زرو ته رسیږي له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د ازبکستان او یاهم متحدو عربي اماراتو له لارې ورته د سفر آسانتیاوې برابرې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx