افغانستان

ملي دفاع وزارت د قول اردوګانو نومونه تغیر کړل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷ لړم، ۱۴۰۰ل): د ملي دفاع وزارت په افغانستان کې د اتو قول اردوګانو نومونو ته تغیر ورکړی دی.

د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي یعقوب په لاسلیک خپور شوی یو مکتوب کې د افغانستان اتو قول اردوګانو ته نوي نومونه ورکړل شوي دي.

د کابل قول اردو ته مرکزي قول اردو ۳۱۳، د مزار قول اردو ته الفتح ۲۰۹، کندز قول اردو ته عمري ۲۱۷، کندهار البدر ۲۰۵، لغمان (پخوا ننګرهار و) خالد بن الولید ۲۰۱، ګردیز منصوري ۲۰۳، هرات قول اردو ته الفاروق ۲۰۷ او هلمند قول اردو ته عزم ۲۱۵ نوم ورکړل شوی دی.

تر دې وړاندې د دغو قول اردو ګانونو نومونه ۲۰۱ سیلاب په ننګرهار کې، ۲۰۳ تندر په ګردیز کې، ۲۰۵ اتل په کندهار کې، ۲۰۷ ظفر په هرات کې، ۲۰۹ شاهین په مزارشریف کې، ۲۱۵ میوند په هلمند کې، ۲۱۷ پامیر په کندوز کې او د کابل قول اردو وه.

په ټولنیزو رسنیو کې د قول اردوګانو د نومونو د تغیر په اړه مختلف غبرګونونه ښودل شوي دي.

لیکوال او شناند قاري عبدالستار سعید پر خپل ټویټر پاڼې لیکلي دي چې «الفتح، بدر، عزم، عمري، منصوري، خالد، الفاروق زموږ د شل کلن پرتمین جهاد دهغوعملیاتو نومونه دي، چې په مټ یې زموږ مجاهد ولس د ۲۱ مې پیړۍ معجزه(د امریکایي طاغوت پرځول) تکمیل کړه. د ۲۰ کلن جهاد تاریخ او یادګارونه ساتل د امارت پر ذمه پاته وجیبه ده.  د قول اردوګانو نوې تسیمې ښه اقدام دی».

ابوبکر وردګ په نوم یو بل فعال لیکلي دي چې « ‏وروسته لدې چې یو مؤمن افغان د قول اردو ګانو نوي نومونه اوري حتمن به یې یاد ته تر همدې سرلیک لاندې د غیرت او قرباني دنګ څلي یاد ته راځي، د نظامي بنسټونو دا نامې به یو افغان مجاهد ځوان ته تل د معنوي رزق حیثیت لري، همدا له اسلافو سره محکم تړون او تېر شل کلن جهاد ته اهمیت ورکړه ده».

حشمت ستانکزي بیا د قول اردو ګانو د نومونو تغیر سره مخالفت ښودلی دی ، هغه لیکلي «ایا حتمي ده چې له نومونو سره هم تضاد ولرو، باید مهم شیانو ته اولویتونه ورکړو».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوي وحيدالله حيدري

ماشاالله الله ج دی امارت اسلامی قايم او دايم لري امين

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx