افغانستان

نن يو ځل بيا په ټول هېواد کې د «پوليو» ګوزڼ ضد واکسين کمپاین پيليږي

نن ټکی اسیا ( دوشنبه، ۱۷ لړم، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، سر له ننه په ټول هېواد کې د ګوزڼ ضد واکسين څلور ورځنی کمپاین پيليږي.

د افغانستان اسلامي امارت په تېرو وختونو کې هم د خپل واک لاندې سيمو کې په ځانګړو شرطونو د پوليو يا ګوزڼ ضد واکسين ته اجازه ورکړې وه.

د افغانستان د عامې روغتيا سرپرست وزير ډاکټر قلندر عباد ويلي، په دې کې شک نه شته، چې پوليو به یا زموږ د ماشومانو ژوند اخلي او یا به يې فلج کوي او له دې څخه د خلاصون لپاره يوازينۍ لاره ګوزڼ ضد واکسين دی.

افغانستان او پاکستان اوس هم د نړۍ په هغو هېوادونو کې شمارل کيږي، چې تر اوسه په کې پوليو «د ماشومانو ګوزڼ» وايرس شته.

له ۲۰۱۰ کال راهيسې په افغانستان کې د پوليو واکسين لړۍ وخت پر وخت روانه وي او ډېری تطبیقوونکې يې ښځې وي؛ ځکه چې دوی کولای شي، د کوچنيانو ميندو او ماشومانو ته په اسانه لاس رسی ولري.

د عامې روغتيا وزير وايي، له نن دوشبنې پيلېدونکی پوليو کمپاین به د هېواد ټولو برخو ته رسيږي.

اوسمهال په افغانسان کې نږدې لس ميليونه ماشومان ژوند کوي، چې دوی کې تر درې ميليونو زيات داسې کوچنيان هم دي، چې له ۲۰۱۸ کال راهيسې ورته واکسين نه دی شوی.

د افغانستان اسلامي امارت د خپلې واکمنۍ له پيله په خپلې پرېکړې کې ويلي و، چې په ټول هېواد کې به د پوليو واکسين لپاره لازم تدابیر ونيسي.

تېره مياشت د روغتيا نړيوال سازمان «WHO» او ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو صندوق «يونيسيف» په خپله ګډه اعلاميه کې د اسلامي امارت د هغې پرېکړې هرکلی کړی و، چې په ټول هېواد کې به د پوليو واکسين ته د اجازې ورکولو سربېره هر ډول اسانتياوې رامنځته کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx