افغانستان

یوناما: په افغانستان کې د بشري حقونو د فعالانو د وژلو پېښې دې وڅېړل شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷ لړم، ۱۴۰۰ل): یوناما په دې وروستیو کې په افغانستان کې د بشري حقونو د فعالانو د وژلو د پېښو د څېړنې غوښتنه کړې ده.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ د مرستیالۍ دفتر په مزاشریف او جلال آباد کې د دوو تنو فعالانو په وژلو خواشيني ښکاره کړې او د نورو بشري فعالانو د امنیت په اړه یې اندېښنه ښکاره کړې ده.

نوموړي دفتر نن د یکشنبې په ورځ په یو ټویټ کې په مزارشریف کې د بشري حقونو د فعالې فروزان صافۍ او په جلال آباد کې د بشري حقونو فعال هجرت الله خوګیاڼي د وژلو د پېښو د بې پرې څیړنو غوښتنه کړې ده.

یوناما وايي، مدني ټولنه هدف نه شي ګرځول کېدای او نه هم معافیت یو انتخاب کېدای شي.

باید وویل شي چې یوه اونۍ وړاندې د ننګرهار مرکز جلال آباد کې ناپېژاندو وسله والو مدني فعال هجرت  الله خوګیاڼي له خپل مشر ورور سره یوځای ترور کړ.

ددې ترڅنګ تیره اونۍ د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې هم د پوهنتون استادې او مدني فعالې فروزان صافی جسد له درې نورو میرمنو سره یوځای په داسې حال کې وموندل شو، چې د خالد بن ولید ښارګوټي په ډیران کې غورځول شوی ؤ.

که څه هم د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي په بلخ کې په مرموزه توګه د څلورو میرمنو د وژلو پېښې ته په غبرګون کې ویلي ؤ، چې په دې هکله یې څېړنې پیل کړي؛ خو تراوسه یې پایلې نه دي اعلان شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله مجید وردک

یوناما دی خپل جنایات ، چی بشری ناورین ته یی افغاستان کی په شلو کلونو کی مشروعیت ورکری وو مرور وکری ، او نور دی د مدنی فعالانو تر عنوان لاندی زان ته حیثیت نه ورکوی ، جرم جرم دی ، تاسو او ددی افغان مقتولینو ، قاتلان هیس فرق نلری ، دومره فرق لری چی هغوی پت او تاسی برآلا یاست !

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx