افغانستان

لغمان کې له ۲۰۹ بې ځایه شوو کورنیو سره نقدي مرسته وشوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷ لړم، ۱۴۰۰ل): ملګرو ملتونو د لغمان ځايي چارواکو سره په همغږۍ په یاد ولایت کې له ۲۰۹ بې ځایه شوو کورنیو سره نقدي مرسته وکړه.

د باختر خبري آژانس د راپور له مخې په لغمان ولایت کې د افغانستان اسلامي امارت چارواکو د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ په مالي ملاتړ ۲۰۹ بې ځایه شوو کورنیو ته د في کور پر سر ۱۹۵ ډالره وویشل.

باید وویل شي چې ملګرو ملتونو د افغانستان اسلامي امارت د مسئولینو سره په همغږۍ د هېواد په ګڼو نوروو ولایتونو کې له بې ځایه شوو او بې وزلو کورنیو سره د خوراکي توکو او نقدې مرستې کړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx