
د کورنیو چارو وزارت په انګړ کې د جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷ لړم، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په انګړ کې د لومړي ځل لپاره د یو باب جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت جوړ شوي وو، د کورنیو چارو وزارت د دفتر رئیس مولوي زین الله عابر د جومات د بنسټ ډبرې کېښودلو پرمهال د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وویل، چې د وزیر سراج الدین حقاني د ځانګړې لارښوونې او ټینګار له مخې یې ددې جومات د ودانولو چارې پیل کړي دي.
دغه جومات چې د کورنیو چارو وزارت په مقر کې په پاخه او اساسي ډول جوړیږي مالي لګښت یې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په غاړه منلی دی.
باید وویل شي چې د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره د هېواد په یو شمېر نورو وزارت خانو کې هم د جوماتونو د آبادولو پلانونه تر کار لاندې او یو شمېر وزارتونو کې به ډیر ژر د جوماتونو د جوړولو چارې پیل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اسلامي په تیر دور د حکومت کې هم د ارګ په شمول په ګڼو دولتي تأسیساتو او پوځي مرکزونو کې په زیات شمېر کې جوماتونه تأسیس شوي دي.
د ارګ په دلکُشا ماڼۍ کې د اوسني لوی جومات د بنسټ ډبره هم د افغانستان اسلامي امارت د هغه وخت د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات شیخ الحدیث مولوي نورمحمد ثاقب لخوا کېښودل شوې وه، چې وروسته یې بیا تعمیر مکمل شو.
It’s good but they should strongly promise that that they will never put a bomb in it. Either no explosion.
د كورنيو چارو وزارت بيرون
خه لوي مسجد موجود دي
هغه كافي دي
كه…
جوماتونه خو ډېر دي. د جومات په ځای د خلکو معاشونه ورکړئ، د غریبانو لاس نیوی وکړئ دا به ډېره ښه وي.
دا څه خود نمایی ده؟ خقانی دی ولاړ شی په ځدرانو کی د جومات جوړ کړی. دی وزارت له پخوانه ښه ښایسته او لوی مسجد لره چی اوس هم شته. سراجی خاکانی اوس پاکستانی طالبان د پنجاب ظالم ریاست سره پخلا کوی. د معلمینو او مامورینو معاشونه ورکولی نشی مسجد جوړه وی ډیر ریا کاره خلک دی په کوران.