افغانستان

حزب اسلامي (حکمتیار) په کابل کې سیاسي دفتر پرانیزي

نن ټکی اسیا(یکشنبه،زمري۱۲مه،۱۳۹۳ل): نن ټکی اسیا ته یوې باوري سرچینې دا خبره افشا کړې چې د حزب اسلامي (حکمتیار) ډله به په نږدې وخت کې په کابل کې سیاسي دفتر خلاص کړي.

سرچېنه وايي، چې په دې لړ کې په شمشتو کې د حزب اسلامي د دفاترو رئیس «قاضي محمد حکیم حکیم» څو ځله کابل ته سفرونه هم کړي دي.
ویل کیږي چې د دغه دفتر د سنبالښت چارې به تر ډېره بریده هغه حزبیان پرمخ وړي چې لا له وړاندې د قطب الدین هلال د ټاکنیز کمپاین په موخه په کابل کې میشت ول.

قاضي محمود الحسن جاهد چې په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې د ښاغلي هلال د ټیم غړی و اوس د دفتر د پرانیستلو په هڅو کې له مخکښو څیرو څخه ګڼل کیږي.

د دغې سرچینې په وینا دا مهال د حزب اسلامي په داخل کې د سیاسي دفتر په مشرتوب تاوده بحثونه روان دي.

له بلې خوا په سعودي عربستان کې هم ځینو نورو باوري سرچینو نن ټکی اسیا ته زیاته کړې چې د روژې په میاشت کې قاضي محمد حکیم دغه هیواد ته هم د عمرې سفر درلود او هلته یې په کابل کې خپل دفتر ته د ملاتړ د راغونډولو په موخه له پخوانیو حزبيانو سره کتلي دي.

د دغه دفتر راپور داسې مهال رسنیو ته راوځي، چې تېره میاشت د حزب اسلامي (حکمتیار) د اروپا څانګې مسئول، انجینر امین کریم په یوه ویناپاڼه کې له حزبیانو غوښتی و، چې نور پر پخوانیو حزبیانو نیوکې ونه کړي او په کابل کې یې د حزبي «متعهدو وروڼو» د یوه اتحاد خبر ورکړی و.

د پخوانیو تنظیمونو د کارپوهانو په باور د ښاغلي کریم دغه غوښتنه هم ښيي، چې نور د ښاغلی حکمتیار حزب یوازې او یوازې سیاسي کار ته مخه کوي.

سرچېنه زیاتوي، چې ښاغلی حکمتیار په کابل کې د دفتر د ریاست لپاره غیرت بهیر ته ترجیح ورکوي؛ خو د حزب نور چارواکي بیا انجینر کریم، قاضي حکیم، او داود عابدي د دغې دندې لپاره غوره بولي.

د کتونکو په اند کیدای شي د دفتر پر ریاست د حزب د سر سړي یو ځل بیا د درزونو او ټکرونو ښکار شي.

همدا راز د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال د حزب اسلامي (حکمتیار) ځينې د سر غړيو  د هلال له ملاتړ سره سخت مخالفت ښودلی و او د حکمتیار پلویان  دوه ټوټی شوي وه چې ځينو يې د هلال ملاتړ او ځينو يې سخت مخالفت کاوه. اوس هم داسې راپورونه ورکول کیږي چې کابل کې سیاسي دفتر د خلاصون پر سر د حزب اسلامي د مشرانو تر منځ سخت اختلافات رامنځته شوي.

د حزب اسلامي حکمتیار ډله وروسته له هغه په کابل کې د سیاسي دفتر د پرانیستلو پرېکړه کوي، چې د دغې ډلې یوه مخکښه څیره «قطب الدین هلال» په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې بریالیتوب ته ونه رسید او تر ټولو کمې رایې یې ترلاسه کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
kadir mohmand

حزب اسلامی !؟
که حالا شده حزب تسلیمی ٬ حزب اربکی ….
کلمه (اسلامی) را حکومتیار ٬ صلیب یار ٬ یهود یار ٬ کافر یار ٬ شیطان یار ….. به چند دالر کثیف فروخت !؟

غوربندي

باد صبا څنګ ته مې راشه که څوک نقاشي کولی شي نو زما ذهن کی یو کاریکاتور ده میچنه خو به پیژنی د بیخ تیږه لري او منځ کی یی مږوږی ولاړ یی دا مږوی د بیخ د تیږی جز ده د پاسه بله تیږده دا دا تیږه منځ کی یو سوری لري د بیخ په تیږه سپره ګرزي خو خپله نه ګرزي یو لاس باید وي چی هغه وګرزوي ددی لپاره پکی له پاسه بل سوری جوړ ده او لاستی په کی خښ ده لدی لاستي نیوله کیژي او بیا د مټ په زوره څرخي جالبه خو داده چی… نور لوستل »

غوربندي

لازم تصحیحات:

1- انرا که وصال کرد خبش باز نیامد

2- د جنایتکارې ټلوالی په مټ (لاس) او له لاندینی تیږی (دیموکراسی) سره په هماهنګی پاسنی تیږه (ملتپالنه) څرخي او راجلب شوې دانه (پښتانه) د رړه راښکونکو بیرقونو او شعارونو په زور د میچنې (دیموکراسی) ستوني ته سوق کیژي او سم دم دل کیژي.

omar

staso daftar ta sa zarorat dy kho der daftarona lary da yaw daftar chaardewali mu ghata kry hamda mu syasi daftar

ش

مسلمانو افغانانو ورونو السلام علیکم : الله ج فرمایی کله تاسی وی کار خیر ګڼی خو هغه تاسی د پاره شر او کله یی شر ګڼی خو هغه تاسی د پاره خیر وی ، د حکمت یار یا سلام جزب سلامی کیدل د مسلمانو افغانانو د پاره ماته لوی خیر پکی پروت دی . ښه کار وشو چه پت تسلیم ښکاره تسلیم شو هغه وخت چه دوی بټ تسلیم وو مجاهدینو ته یی تاوان تر اوس وخت زیات وو ، لمړی : کولی یی شو ل د جهادی پاور په مرسته د مجاهدینو جبهات او لوی شخصیتونه شناسایی او دجالیانو… نور لوستل »

Qari

حزب نور څه نه؛ په خپله ۱۳ کلنه مبارزه اوبه تویوي… کابل ته به لاړ شي، خو خدای که څوک واښه ور واچوي.

Back to top button
7
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x