افغانستان

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی کابل ته راځي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷ لړم، ۱۴۰۰ل): ټاکل شوې ده چې د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی حسن کاظمي قُمي په لنډ وخت کې کابل ته سفر وکړي.

ایراني رسنیو ددغه هېواد د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب په حواله راپور ورکړی، چې ښاغلی کاظمي به په دغه سفر کې له افغان چارواکو سره په اړونده مسائلو خبرې اترې وکړي.

نوموړي ددې سفر د دقیقې نیټې په هکله څه نه دي ویلي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت کابل ته د حسن کاظمي د سفر په اړه تردې دمه څه ویلي نه دي.

حسن کاظمي تردې وړاندې د ایران د سپاه پاسداران د ځواکونو قومندان او په عراق کې د ایران د سفیر په توګه دنده ترسره کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې ایران په دې وروستیو کې د افغانستان په اړه د یوې داسې غونډې کوربه ؤ چې د افغان دولت استازي په کې حضور نه لرلو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

طالبان باید د ايران خورا خطرناکې لوبې ته متوجه اوسى. ايران غواړي چې د اشغال ګرو لاسپوڅي د خپلو مخربو ګټو لپاره مسلح او په افغان ولس مسلط کاندي چي دا د افغانستان او افغانانو د پاره به يو ډېر بد او نه جبرانيدونکى خبر وى.

الحاج استاذ بیانزی

د اسلامی امارت د رسمیت پیژندنی څخه امریکا د ټولو هیوادو په ځانګړی ډول د همسایه وو د پاره یوه پروژه جوړه کړی چه هر خبیث له طالبانو د څه تر لاسه کولو هیله لری نو که طالبان هغه روا یا ناروا غوښتنو ته غاړه کیږدی په رسمیت به یی وپیزنی او په دی رسمیت نه پیژندنه امرکیا او ناتو هم خوشاتله ساتی چه څه خیرات ورته کچکول کی واچوی په ځانګړی ډول ایران ته خو که لمړی اسراییل ونه وایو دوهم اسراییل خو دی ، اهل تشیع خو له اوله د یهودانو ابتکار وو او بالخصوص تشیع صفوی بلکل… نور لوستل »

خوګياڼي

دا بلکل رښتيا ده چې د ايران صفوى رزيم په شمول د پنجابى اسټبلشمنټ کوم چې د صهيونيزم او انګليسي استعمار له خوا مينځ ته راغلي د اسلامي نړۍ او خصوصا د افغانستان او افغانانو دښمنان او باور پرې کول د ګړنګ نه ځان غورځول دى.

Karwan

ښاغلي بيانزي صاحب، حقيقت دي، دافغانستان په اشغال کي دامريکايانو سره ايرانيانو پوره لاس لاره! ايران هيځ وخت نه غواړي، چه افغانستان په خپلو پښو ودريږي! زه نه پوهيږم چه شهيد حفيظ منصور ځه کول چه ايران ته تللي وه. دشهيد منصور په وژنه کي ايراني استخباراتو لاس لاره او امريکايانو ته ئي دهغه دقيق کوردينات ورکړي وه! دايرانيانو يو ډيپلومات عراقچي واضيخ وويل، چه زمونږ هغه د مزار قتل نه هيريږي، ولو که هغه قتل هزارگانو کړي وه او هدف دا وه چه ايران د طالبانو سره په جګړه بوخت کړي! لنډه داچه طالبان بايد چه دايران سره ډير… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx