افغانستان

د افغان پوځ ۱۴۳ پيلوټان او د هوايي ځواک منسوبین په تاجکستان کې بندیان دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷ لړم، ۱۴۰۰ل): د پخواني ولسمشر اشرف غني د تېښتې په ورځ تاجکستان ته تللي د افغان پوځ ۱۴۳ تنه پیلوټان او منسوبین له تیرو دوه نیمو میاشتو راهیسې په تاجکستان کې بندیان دي.

ددغو بندي پیلوټانو له ډلې څخه یو تن امریکايي ورځپاڼې «نیویارک ټایمز» ته ویلي، چې دا مهال د افغان هوايي ځواک زرګونه نور پیلوټان او د الوتکو خدمت ګاران له خپلو کورنیو سره پټ شوي او داسې انګیري چې د امریکايي پوځ لخوا یوازې پرېښودل شوې دي.

په تاجکستان کې بندي دغه پيلوټ ادعا کړې چې اوس دغه پټ شوي پیلوټان او د کورنۍ غړي یې له جدي ګواښ سره مخامخ دي.

نوموړي نیویارک ټایمز ته داسې ویلي: «مونږ د امریکا په پوځ او دولت باور لرلو چې له دې وضعیت څخه د وتلو لپاره به مونږ سره مرسته وکړي.»

په ورته مهال د امریکايي پوځ یو پخواني افغان همکار هم نیویارک ټایمز ته د تیلیفوني تماس له لارې ویلي، چې پنځه کلونه یې له امریکايي ځواکونو سره ګډ کار کړی؛ خو اوس دی او دده همکاران د امریکایانو لخوا څخه هیر شوي دي.

له بل پلوه د پخواني رژیم د هوايي ځواک روزونکی امریکايي جنرال ډیویډ هیکس وايي، مونږ متوجه شوو چې د امریکا د متحدو ایالاتو لخوا د خپلو افغان همکارانو د ایستلو لپاره هیڅ پروګرام شتون نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي، دوی د تاجکستان هېواد له چارواکو سره په منظمه  توګه اړیکه کې دي، ترڅو دغه افغان پیلوټان له تاجکستان څخه وباسي.

باید وویل شي چې د افغانستان اسلامي امارت د پخواني رژیم ټولو ملکي او پوځي منسوبینو او چارواکو ته عامه بښنه کړې او ټول هغه پخواني مسلکي او کدري منسوبین او پوځي افسران یې پوځي لیکو ته جذب کړي چې ملي او اسلامي ګټو ته ژمن وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د حالاتو د څیړنو او ارزونو له مخی : د کفری استعماری قدرتو هدف خلک له الله ج او د هغه له اصولو او حدودو څخه لیری کول دی . د روسی استعمار ( کمونیزم ) په تیوری ماده پرستۍ یو شمیر خلک له اسلامه جلا او تر اوسه جلا دی . . د امریکایی استعمار ( کاپیتالیزم ) یا سکولریزم د کمونستانو په ګډون ، اخوانیان، سکولریستان او نشنلستان هم ورسره وو، ډیر شمیر خلک په عملی ماده پرستی کی ټیله او ننویستل ، نه کمونست ته کمونستی ، نه اخوانی ته اخوانیتوب او نه نشنلستاتو ته نشینلستی نوره… نور لوستل »

غمی،پښتین

بیانزی ته،
د ستا او د همدی پیلوټانو منځ کی کوم فرق نشته،تا مخکی لندن ته پناه وروړی ده،او دا پیلوټان اوس د لندن یا امریکا د پناهنده ګی په لیست کی دی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx