نړۍ

د پاکستان حکومت او تحریک طالبان د اوربند هوکړې ته رسېدلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷ لړم، ۱۴۰۰ل): د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزیر فواد چوهدري اعلان کړی چې حکومت له پاکستاني طالبانو(تحریک  طالبان) سره د بشپړ اوربند هوکړې ته رسېدلی دی.

د پاکستان ملي تلویزیون(پي ټي وي) په رسمي ټویټر پاڼې د فواد چوهدري په حواله لیکلي، چې له تحریک طالبانو سره دغه مذاکرات د پاکستان د اساسي قانون لاندې ترسره کیږيي او اوربند ته چمتو والی نیول شوی دی.

نوموړی زیاتوي، که چیرې په مذاکراتو کې پرمختګ وشو، ښايي د اوربند موده نوره هم وغځول شي.

فواد چوهدري رسنیو سره د خبرو پرمهال ویلي، په مذاکراتو د ریاست د حاکمیت، ملکي سلامتیا، د اړونده سیمو امنیت او اقتصادي ټیکاو په شمول مسائل په نظر کې نیول شوي دي.

نوموړی زیاتوي، په دغو مذاکراتو کې د افغانستان سرپرست حکومت هم مهم رول اداء کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې په کابل کې د پاکستان سفیر منصوراحمد خان ویلي ؤ، چې د پاکستان حکومت او تحریک طالبانو ترمنځ مذاکراتو کې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د منځګړي رول اداء کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

د سراج الدین حقانی دی رنګ ورک شی چی مسلمانان غواړی له یهودو سره پخلا او شریک کړی. حقانی پدی کار سره اصلی طالبان په خپل لاس داعش ته وسپاری او دا ثانته وی چی خقانیان څومره د پنجاب جاسوسان او غلامان دی. خقانی ووایی چی پاکستانی طالبان پوهیږی او حکومت د پاکستان. هماغه خبره ده د ملا فضلو چی افغانستان کی جهاد روا دی او پاکستان کی ندی روا. پاکستان هماغه پاکستان ولی به جهاد پکی روا وی. د صالح خبره پاکستان همداسی یو حکومت غوښته چی وږی وی او رهبر هم ونلری. لږ منطقی فکر پکار ده سیاست… نور لوستل »

محمد یوسف صابر ساپی

د افغاني طالبانو په منځګړتوب، پاکستاني طالبان او پاکستاني خکومت اوربند ته رسیږي، تردې دمخه، افغاني طالبان د پخواني حکومت سره ولې د پاکستان په منځګړتوب اوربند ته ونرسیدل؟ هرږمرو چا ناغیړي کړې ده.

طوطی

پاکستانی طالب پخوا هم د آی اس آی کسان ول او اوس هم دی. که ضرورت پیښ شی بیرته طالبان کیدای شی خو د اوس لپاره هغوی ته ضرورت نشته. هغوی د جنګ په وخت کی د افغان طلبانو څارنه، روزنه او اطلاعات پر غاړه درلودل اوس هغوی ته ضرورت نشته د هغوی روغی جوړی اوس هم ډیر وخت ونیوو باید چی دا اوربند په ۲۴ ساعتو کی شوی وی.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x