افغانستاننړۍ

تحریک طالبان پاکستان:  زموږ او د پاکستان د حکومت تر منځ اسلامي امارت منځګړتوب کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷ لړم، ۱۴۰۰ل): د پاکستان تحریک طالبان منلې ده چې د پاکستان له حکومت سره یو میاشتني اوربند باندې توافق ته رسیدلي دي.

یاد تحریک ویاند محمد خراساني په یوه اعلاميه کې څرګنده کړې ده چې د دوی او پاکستان د حکومت تر منځ مذاکراتو کې د افغانستان اسلامي امارت منځګړتوب کوي.

خراساني ویلي دي چې دواړه لوریو د نومبر د میاشتې له ۹مې تر دسمبر ۹مې پورې په اوربند توافق کړی دی چې وروسته هم د دواړو لوریو په خوښه تمدیدلای شي.

همدا راز د پاکستان تحریک طالبان او د پاکستان حکومت  د مذاکراتي کميټو په جوړولو هوکړه کړې چې دوی به د اینده لپاره لایحه عمل او د دواړو لوریو د غوښتنو په اړه مذاکراتو مخته وړلو لپاره کوښښ کوي.

تر دې وړاندې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودري هم اعلان کړی و چې حکومت يې له پاکستاني طالبانو سره د بشپړ اوربند هوکړې ته رسېدلی دی.

هغه هم تایید کړې وه چې په دغه مذاکراتو کې د افغانستان سرپرست حکومت مهم رول لوبولی دی.

د افغانستان اسلامي امارت تر دې دمه د پاکستاني طالبانو او د پاکستان د حکومت تر منځ مذاکراتو کې د دوی د رول په اړه رسما څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ځیرک څارونکی

د افغانستان د طالبانو بالخصوص خلیفه صاحب سراج الدین حقانی چی ویل کیږی منځکړیتوب همدی کوی نه مو دا خواهش دی چی پدی منځګړیتوب کې داسی کار ونکړی چی بالاخره تر آخره ورته پیغور پاتی او حیثیت او عزت ئې تر پوښتنی لاندی راولی او بیا تلافی ورته نه جبرانیدونکی وی. ټولو ته معلومه ده چی دپاکستانی طالبانو د تحریک رهبرانو له افغانی طالبانو سره تراوسه له ډیر اخلاص او صداقت نه کار اخیستی او صرف د دوی پخاطر ئې په ځان او خپل سیمه هر بد او ناروا وګالل او په زرګونو سپیڅلی شهیدان ئې نذرانه کړل نو اوس… نور لوستل »

طوطی

حقانی پاکستانی طالبان د پاکستان د ملی ګټو به خاطر له سیکولر حکومت سره یو ځای کول غواړی. سعید خوستی هم په خپلو خبرو کی وویل چی کله هم پاکستان امریکایانو ته لار ورکړه نو پاکستان مجبور وه چی د پاکستان ګټی په نظر کی ونیسی په هر قیمت چی وی. دا افغانستان دی چی ملی ګټی اصلا هیڅ نلری د یوه اسامه په خاطر د زرهاوو افغانانو وینی تویی شوی هغلته د افغانانو یا د افغانستان د ملی منافعو ګټی هیڅ نوی. خکانی به دا ثابته کړی چی واقعآ یو غلام دی چی د پاکستان د شرابو د کارخانو… نور لوستل »

طوطی

پخوا مو هم آی اس آی ته کار کاوو اوس یی هم هغوی ته کار کوی. ټول د آی اس آی غړی یی او هغوی نه تغذیه کوی. خقانی که ځان حمارت غواړی نو بیا دی پاکستان کی هم حمارت وغواړی.

yasirahmed1234@hotmail.com

حقانیان راغلي ميرزا خانه چلم راواخله وخت مو ډیر کم ده ابن غلامه

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx