افغانستاننړۍ

رسنۍ: ممکن دې اونۍ کې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته په رسمي سفر ولاړ شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ لړم، ۱۴۰۰ل): د پاکستان څخه خپریدونکي ورځپاڼو ایکسپریس ټریبیون او ډان نیوز په دوه مختلفو راپورونو کې ویلي دي چې ممکن دې اونۍ کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي پاکستان ته سفر وکړي.

ډان ورځپاڼې ته یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي دي چې افغان د بهرنیو چارو وزیر به د نومبر په ۱۱ او ۱۲ پاکستان ته سفر وکړي.

همدا راز د ایکسپریس ټریبیون په راپور کې راغلي دي چې د پاکستان د بهرنیو چارو شاه محمود قریشي تېره میاشت (تلې ۲۹) خپل افغان سیال پاکستان ته د سفر لپاره دعوت کړی و.

یادې ورځپاڼې ته ځينو سرچېنو ویلي دي چې حاضره دواړه خواوې د دغه سفر د جزییاتو په نهايي کولو  کار کوي.

راپور زیاتوي چې له ښاغلي متقي سره به په دغه سفر کې د افغان حکومت لوړ پوړي چارواکي مل وي؛ د افغانستان او پاکستان دوه اړخیزو اړیکو او نورو مختلفو موضوعاتو به خبرې اترې وکړي.

افغان حکومت تر دې دمه پاکستان ته د بهرنیو چارو وزیر د ممکنه سفر په اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې تېره میاشت د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي کابل کې د نوي حکومت تر جوړیدو وروسته په لومړي ځل په رسمي سفر راغلی و او له افغان حکومت سره یې په مختلفو موضوعاتو خبرې کړې وې.

د قریشي د سفر پر مهال افغانستان او پاکستان د کابل ـ اسلام اباد ترمنځ د ملکي الوتنو بېرته پیلېدو، د سپین بولدک، تورخم او غلام خان بندر د فعالیتونو ۲۴ ساعته کېدو، د افغانستان پر صادراتو د تعرفې پر کموالي، افغان مسافرینو ته د اسانتیاوو په برابرولو او د پاکستان له لوري د تمویلېدونکو نیمګړو پروژو د چارو پر بیا پیلولو موافقه کړې وه.

د قریشي تر سفر وروسته افغان حکومت اسلام اباد سفارت او د کراچۍ، کويټې او پېښور قونسلګریو ته ديپلوماتان هم ولېږل او افغان سفارت یو ځل بیا په دغه  هیواد کې خپل فعالیتونه پیل کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx