افغانستان

بلخي د بهرنیو چارو وزیر پلان شوی سفر پاکستان ته تایید کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ لړم، ۱۴۰۰ل): د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي چې  سبا د نومبر ۱۰ د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو لوړ رتبه هیئت پاکستان ته سفر کوي.

تېره شپه پاکستاني رسنیو راپور ورکړ چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي به اسلام اباد ته په دوه ورځيني سفر ولاړ شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند اوس تازه پر خپلې ټویټر پاڼې د ښاغلي متقي سفر تایید کړی دی.

هغه ویلي دي چې د بهرنیو چارو وزیر سره به په دغه هیئت کې د ماليې او تجارت وزیران او کاري ګروپونه شامل وي.

بلخې زیاته کړې ده چې افغان هیئت به د اړیکو په پیاوړتیا، اقتصاد، ترانزټ، مهاجرینو او ولسونو ته په تګ راتګ کي د اسانتیاو په زیاتوالي خبري کوي.

پاکستان ته د افغانستان د نوي حکومت د رامنځته کېدو وروسته به افغانستان د لوړ پوړو چارواکو دا لومړی رسمي سفر وي.

د یادونې وړ ده چې تېره میاشت د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي کابل کې د نوي حکومت تر جوړیدو وروسته په لومړي ځل په رسمي سفر راغلی و او له افغان حکومت سره یې په مختلفو موضوعاتو خبرې کړې وې. هغه د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته دعوت کړی و.

د قریشي د سفر پر مهال افغانستان او پاکستان د کابل ـ اسلام اباد ترمنځ د ملکي الوتنو بېرته پیلېدو، د سپین بولدک، تورخم او غلام خان بندر د فعالیتونو ۲۴ ساعته کېدو، د افغانستان پر صادراتو د تعرفې پر کموالي، افغان مسافرینو ته د اسانتیاوو په برابرولو او د پاکستان له لوري د تمویلېدونکو نیمګړو پروژو د چارو پر بیا پیلولو موافقه کړې وه.

د قریشي تر سفر وروسته افغان حکومت اسلام اباد سفارت او د کراچۍ، کويټې او پېښور قونسلګریو ته ديپلوماتان هم ولېږل او افغان سفارت یو ځل بیا په دغه  هیواد کې خپل فعالیتونه پیل کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx