افغانستان

کابینې پریکړه: الله ګل مجاهد د نیولو او شکنجه کولو پېښه دې بررسي او عاملان دې یې مجازات شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ لړم، ۱۴۰۰ل): د افغانستان رئیس الوزرا د استخباراتو ادارې ته امر کړی دی چې د ولسي جرګې پخواني غړي او جهادي قومندان د نیولو او شکنجې قضیه یې وڅيړي.

د افغانستان د حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني پر خپل ټویټر لیکلي دي چې د الله ګل مجاهد د نیولو او شکنجه کولو مسئلې باندې د وزیرانو شورا په نهمه ناسته کې بحث وشو.

د سمنګاني په وینا د وزیرانو شورا په غونډه کې رئیس الوزرا امر وکړ چې د الله ګل مجاهد د نیولو مسئله دې بررسي  او پېښې عاملینو سره دې قانوني برخورد وشي.

الله ګل مجاهد شاوخوا یوه میاشت وړاندې په ده سبز ولسوالۍ کې ځايي امنیتي ځواکونو نیولی و چې بېرته ژر خوشې شو.

خو څو ورځې وړاندې د هغه د نیولو او له نوموړي سره د توند برخورد څو ویدیوګانې په ټولنیزو رسنیو خپرې شوې.

په دغه ویدیوګانو کې الله ګل مجاهد په رنجر موټر کې ناست وي، امنیتي ځواکونه ورته بد و رد وايي او همدا راز یې له سر پګړۍ غورځوي.

دغه ویدیو په ټولنیزو رسنیو کې غبرګونونه راوپارول او له یو سپين ږیري مشر سره یې د امنیتي ځواکونه تونده او غیرمسلکي رویه او چلند وغانده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

الله ګل مجاهد چې یو غاصب، غل، رشوت خور، او هېواد پلورونکی دی، د افغانستان د کارکوونکو د اتحادیې څخه یې په میلیونونو ډالر تر لاسه کړیدي. خبره داسې ده چې د کارکوونکو د اتحادیې رئیس( پخوا د صنفي اتحادیې په نوم وه) چې قادري یې تخلص کاوه او اوس فرانسې ته تښتېدلی په میلیونهاوو ډالره د اتحادیې د بودیجې څخه غلا کړل او هم یې ۱۵۰ اپارتمانونه چې د اتحادیې ملکیت وو، خرڅ کړل او پېسې یې د الله ګل او عبیدالله اڅکزي سره حیف او میل کړې. الله ګل مجاهد او د ولسي جرګې غړي عبیدالله اچکزی( اوس… نور لوستل »

عبدالله مجید وردک

الله گل سپین ژیری شو ، قومی مشر د کیسه برانو الحادی نه جهادی قومندان ، ته، د انسان په سترگه کتل او مدنی حقوق ورکول ریشتیا هم دیره لوره حوصله او گذشت غواری ، یتیم په ژرا پوخ دی موءمنانو تاءمیل د حکم د موءمن اوللامر د الله تعالی امر دی ، او له پاک رب سخه به د خیر طمع لرو !

خوګياڼي

د الله ګل په حکله بايد ووايم که مجرم وي نو قضيه دې سترې محکمې ته وړاندې او وڅېړل شي، نه داچې طالبان به خپل سر مجرم ووهي او بي بي عزته ئې کړي. د افغانستان اسلامي امارت بايد د داسي ناوړه کړنو مخه ونیسي، ګنې خلک به ترينه فاصله ونيسي. مننه

طوطی

دا د طالب حکومت بی کفایتی او بی مسؤلیتی ورښیی چی یو سړی دی وډبلول شی، بی عزته دی شی بیا وروسته وایی چی عاملین دی ونیول شی. دا نو په خپل ځان عریضه کول دی. ولی تاسی دومره بی خبره وی چی طالبان خلک په خپل سر وهی او ډبوی یی؟ کداسی وی بیا نو داعش هر وخت او هره لحظ ستاسو وینی څیښلی شی.

احمدشاه

ګرانو مجاهدینو ورونو ستاسو نه هیله دا ده چه خپلو مجاهدو ورونو سره مدارا وکړی حکه چه تاسو د الله په مرسته او د همدغو مجاهدینو په مجاهده طاغوتیان له خپل ګران هیواده وزغلول،
دغه ویدیو غوندو لیدلۍ ده په دغه ویدیو کې مجاهدینو کوم بد سلوک دا دی فرعونی خصلت لرونکې او د یهودو ګوداګی سره ندې کړی، چه تاسو له دې دومره غته خبره جوړه کړی،
تاسو له مجاهدینو دا تمح هم مکوې چه دغو خبیثانو ته ګلان ‌پر غاړه واچوې.

غ.حضرت

دا زموږ د ژیړ بخت نخښه ده چی: ادعا لرو ۳ امپراطورۍ مو ماتی کړی دی خو د درو واړو امپراطوریو د ماتی! عاملین مو خپله سپک کړی او حذف کړی او تحقیر کړی دی. الا ګُل به حتماً د شوروی د سره مُرتد او متجاوز پوځ سره جهاد کړی وی چی البته وروسته به د نفسانی خواهشاتو په دام او جال کی را ګیر سوی وی خو سره لدې د الاګُل د کور پیشو تر شهنواز تڼی غوندی کسانو ډیر شرافت لری، هغه شهنواز تڼی چی د خپلو نننی حریفانو او دښمنانو ( پرچمیانو ) سره اوږه پر اوږه… نور لوستل »

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx