ادبي لیکني

د سپين غر او مهمندرې خاطره/دريمه برخه

م رضوان الله فيضاني

د غرمې وخت و، د يوې زوروې چاودنې دروند غږ مې تر غوږونو شو، زر مې مخابره خلاصه کړه او پر شاوخوا ملګرو مې غږونه وکړل چې څه کيسه ده ؟… د پېښې دقيق او کره معلومات نه کېدل، چا يو څه ويل چا بل څه، چا ويل ډرون حمله وشوه، ځينو ويل موټر بم و، خو لنډه دا چې معلومات مې تر لاسه کړل، بزدله او مکار دښمن د مجاهدينو يو دانه مرکز په بمونو الوزولی و …

په مخابره کې ملګرو له يو بل څخه معلومات کول، ځينو له نورو سره معلومات شريکول، په دغه دوران کې په مخابره کې پر ما باندې چا غږ وکړ وای ملا فيضاني اورې ؟…
چې ورته زير شوم نو غږ مې وپېژاندۀ، دا زما د جهادي بهير د لومړنيو او سختو وختونو ګران او خوږ ملګری ځواني مرګ (صابر کوچی) تقبله الله تعالی و، ويل يې لنډه خبره واوره،
له انقلابي سره ټيليفوني رابطه وکړه او خاماخا زمونږ کور ته راشه بلې خواته لاړ نه شې … په دغو وختونو کې ملګرو پر صـ ـابر تقبله الله تعالی باندې ټيليفوني رابطې بندې کړې وې، ځکه چې خطر او مشکلات بيخي ډېر زيات و، نو ما ورته په جواب کې وويل :
چې زه خو يو ځل د شهيدانو ملګرو کورنيو ته، د تعزيت او غمرازۍ لپاره ضرور ورځم، له هغه وروسته به بيا ستاسو ځای ته درشم ان شاءالله تعالی.

سبا ته ورځ سهار وختي له څو تنو ملګرو سره يو ځای، په کرولا ډوله موټر کې، پر چريکي کږو وږو لارو د مهمند درې خوا ته لاړو، په اول قدم کې د شهيد ډاکټر صاحب رياض الله او شهيد محمد بلال تقبلهم الله تعالی، دوی کور ته ورغلو، دوی دواړه سره سکه ورونه و او د همدغې خونړۍ چاپې پر شپه يو ځای شهيدان شول.

ډېر دردونکی او زورونکی منظر و، د شهيدانو سپينږيری پلار راته راغی، د شهيد ډاکټر صاحب وړې وړې يتيمانې لورګانې يې هم راته راوستې، د تعزيت او تسليت الفاظ رانه هېر شول، د دعا له پاره مې لاسونه نه شول پورته کولای، ستونی مې راډک شو، د ملګرو له سترګو اوښکې ‌روانې وې …
خو د شـ ـهیدانو غيرتي پلار مونږ ته تسلي راکوله، وای مه خفه کېږئ، خدایﷻ به نور تکړه ملګري درکړي، دا خو د اللهﷻ دين دی هغه يې پخپله ساتنه کوي، د حفاظت لپاره يې رنګ رنګ خلک پيدا کوي، دا خو د دوی ارمان و او پوره شو.

د شهيد ډاکټر صاحب سپين ږيري او غيرتي پلار ته مې وويل چې د چاپې لږ لنډه غوندې کيسه خو راته وکړه !!!
هغه راته داسې کيسه وکړه :
نيمه شپه وه مونږ ويده وو، د ډزو غږونه مو واورېدل، ډزې ورو په ورو زياتېدې، کيسه سمه ګرمه شوه راکېټونه تبادله کېدل شروع شول، ما څو ځله قصد وکړ چې همغې خواته ورشم او حال معلوم کړم چې څه پېښه ده، خو په دغه وخت کې د دښمن چورلکې راورسېدې او له کور څخه وتل ګران شول، وحشي طيارو خپل کرغېړن غومبر او دورې ووهلې، له ښايسته زنډ تېرولو څخه وروسته لاړې، ما لږ انتظار وکړ خو زړه مې صبر نه کاوۀ او د مياګانو د حجرې خواته لاړم.

زما په سوچ او ذهن کې هم دا خبره نه راتله چې چاپه دې زما پر ځامنو او د دوی پر ملګرو وه، ځکه چې ډاکټر رياض الله خو ډېر بيداره او محطاط سړی و، لنډه دا چې حجرې ته ورورسېدم، ومې کتل چې د نظامي دريشۍ والا يو کس پروت دی، ما له ځان سره وويل لکه چې عسکر يې ښه برابر کړي دي، چې ورته زير شوم و مې پېژاندۀ چې (حمزه برېت) دی، بې اختياره مې غږ وکړ چې آآآه دا خو برېت ځوان دی!!!

چې لږ مخکې لاړم خپل مشر ځوی مې ډاکټر رياض الله په وينو کې لت پت پروت و، الله اکبر، انا لله و انا اليه راجعون، مې وويل او د شـ ـهادت مبارکي مې ورکړه …
له ځان سره مې وويل چې له ډاکټر سره مربوط ملګري خو ټول شـ ـهيدان دي، خو دا مې بالکل په ذهن کې نه وه چې محمد بلال ځوی مې او د هغه مربوط ملګرو به هم له دوی سره يو ځای شپه کړې وي، ځکه چې دواړو ورونو په يو ځای کې شپه بالکل نه کوله، قدم په قدم شـ ـهيدان پراته وو …

چې لږ مخکې لاړم نو پر تنکي او ځواني مرګ محمد بلال باندې مې سترګې ولږېدې، په سرو وينو لړلی او په سپېرو خاورو کې پروت و، دوه شپې وروسته يې د واده مراسم
هم ترسره کېدل …
له خولې مې يوه بې اختياره چيغه ووتله نور په ځان نه وم پوه شوی … چې پر ځان پوه شوم نو ومې کتل چې د دوه غبرګو ځامنو جسدونه مې په وينو سره پر ځمکه پراته دي، ايماني جذبه مې په څپو شوه، مړه احساسات مې راژوندي شول، نو د شکرانې لپاره مې دوه رکعته لمونځ ادا کړ، چې کريمه خدايهﷻ شکر دی ځامن مې ستا په دين قربان شول.

نور بيا …

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx